اطلاعات روز: کندهار کې ځايي سرچينې وايي، چې ددغه ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په «شهید» کلي کې یوه کس د خپلې کورنۍ پنځه تنه په چړې وهلي دي.
سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، پیښه تېره ورځ (دوشنبه، ۲ د غبرګولي) ناوخته د سپین بولدک په لسمه حوزه کې رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې د محمد ولي په نوم کس چې عصبي ناروغۍ یې درلوده د خپلې کورنۍ درې ښځې او دوه نارينه په چړې وهلي او ټپیان کړي یې دي.
د سرچينې په حواله: «محمد ولي ۴۰ کاله عمر لري په عصبي ناروغۍ اخته و ماښام يې يو وارې خپل د کورنۍ پر غړو حمله کړې او پنځه کسه یې ټپيان کړي، زخميانو کې درې ښځې او دوه نارينه دي.»
په همدې حال کې د کندهار ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ طالب امنيتي چارواکي هم دغه پېښه تاییدوي او وايي، چې د دې پېښې پر مهال پنځه تنه ټپیان شوي دي.
امنیتي مسوولین زياتوي د پېښې ټپیان اوس مهال د سپين بولدک ولسوالۍ په فاروقي روغتون کې تر درملنې لاندې دي او روغتیاي حالت یې د ډاډ وړ دی.
د يادونې وړ ده چې په هېواد کې د فقر او بېکارۍ سره يو وخت ډېر شمېر کسان په رواني ناروغۍ اخته شوي دي.
