ګردېز کې د ليونیو سپيو ډیروالی؛ ښاروالۍ وايي: ټول کوڅه ډبي سپي له منځه وړي

له هغه وروسته چې په مرکز ګردېز کې د کوڅه ډبو او ليونيو سپيو له ډېرېدو د خلکو اندېښنه مخ په ډېرېدو شوه، تېره ورځ د پکتیا مرکز ګردېز ښار کې د طالبانو د ښاروالۍ رياست له لوري د کوڅه ډبو سپيو د له منځه وړلو لپاره هڅې پيل شوې، چې د مسوولينو په وينا د ښار اړوند په بېلابېلو ساحو کې يې لسګونه سپي له منځه وړي دي.

د مرکز ګردېز ښار اوسېدونکي وايي، په ډېری سيمو کې د داسې پېښو شاهدان دي، چې د کوڅه ډبو سپيو له لوري ځينې کسان داړل شوي او حتا ځينو يې خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

د مرکز ګردېز يو تن اوسېدونکي خان ولي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې څو اونۍ وړاندې يې په کورنۍ کې يو ماشوم د ليوني سپي له خوا و داړل شو، چې روغتون ته له رسېدو وړاندې يې ساه ورکړه.

ګردیز ښاروالۍ کوڅه ډبه سپي وژني او بیا یې ټولوي

هغه زياته کړه، چې په سيمه کې يې دا لومړنۍ پېښه نه وه او له دې وړاندې هم ځينې کسان د کوڅه ډبو سپيو له لوري داړل شوي دي.

هغه وايي: «دلته په ګردېز کې کوڅه ډبه او ليوني سپي بيخي ډېر شوي او زما يو د تره زوی يوه مياشت وړاندې ليوني سپي خوړلی و او کله مو چې روغتون ته رساوه، نو په لاره کې يې ساه ورکړه. په ګردېز کې هره ورځ ګڼې پېښې رامنځته کيږي او دا چې د ښاروالۍ له لوري يې د له منځه وړلو هڅی پيل شوي، مونږ ورڅخه هرکلی کوو.»

په همدې حال کې بيا د ګردېز ښاروالۍ رياست مسوولين وايي، د کرنې او عامې روغتيا رياستونو سره په ګډه همغږۍ يې له تېرې ورځې راهیسي د کوڅه ډبو سپيو د له منځه وړلو هڅې پيل کړي او د دوی په وينا چې تر اوسه يې لسګونه سپي د ښار په مختلفو سيمو کې له منځه وړي دي.

ګردیز ښاروالۍ وایي لسګونه سپي یې له منځه وړي او خلک ددې کار هرکلی کوي

د دغه رياست د تنظيف مدير جاويد وايي، چې د کوڅه ډبه سپيو د له منځه وړلو لپاره کافي درمل لري او د هغه په وينا په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

نوموړي وويل: «مونږ په ګردېز کې د کوڅه ډبه سپيو د له منځه وړلو لپاره د زراعت او عامې روغتيا سره په ګډه هڅې پيل کړي، چې دښار په ټولو ساحو کې کوڅه ډبي سپي له منځه يوسو او د دې لپاره مونږ پوره چمتوالی لرو، چې تر اوسه مو ګڼ سپي له منځه وړي دي.»

د پکتيا په عامې روغتيا رياست کې يوې ځايي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي اطلاعات روز ته وويل، چې په تېرو څو مياشتو کې د کوڅه ډبه او ليونيو سپيو له امله له ۵۰ ډېر کسان داړل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو راتګ سره د هیواد په دولتي روغتونو کې د اړتیا وړ واکسینونه نه پیدا کېږي او دې کار عامو خلکو ته لوی سرخوږی جوړ کړی. چې یو له دغه واکسینونو څخه د لیوني سپي واکسین دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه