سږکال به د ننګرهار له فارمونو نږدې ۱۵ زره ټنه هندواڼې ترلاسه شي

اطلاعات روز: د ننګرهار کانال ریاست مسوولین وایي، چې سږکال به دوی له څلورګونو فارمونو څخه نږدې ۱۵ زره  ټنه هندواڼې ترلاسه کړي.

د ننګرهار کانال ریاست مسوولین وایي، سږکال یې د هنداوڼو حاصلات د تیرو کلونو په پرتله زیات شوي دي.

د یاد ریاست ویاند سیدهمایون غریبمل اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تېر کال شاوخوا دولس ټنه هندواڼې ترلاسه شوي، خو سږکال یې حاصلاتو تر دې څو ټنه زیاتوالی موندلی.

غريبمل زیاته کړه، چې د کانال رياست څلور ګونو فارمونو کې سږ کال پر ۳ زره جريبه ځمکه هندوانې کرل شوي، چې  ۱۴۶۷۰ ټنه حاصل به  ورکړي.

غریبمل زیاتوي:«د ننګرهار کانال اړوند په درې زره جریبه ځمکه باندې سږکال هندواڼې کرل شوي او حاصلات یې ۱۴۶۷۰ ټنه اټکل شوي، تیر کال مو له همدې ځمکو څخه شاوخوا دولس زره ټنه هندواڼې ترلاسه کړې وې، لا هڅه کې یو چې د کانال شاړې ځمکې آبادې کړو او کرنې ته وده وکړو.»

د هغه په خبره سږ کال د هندواڼو بېلابېل ډولونه کرل شوي، چې حاصل يې ښه دى او ننګرهار کې د کارونې سربېره د هېواد نورو سيمو ته هم د پلور له پاره استول کېږي.

غريب مل وايي، دوى هڅې پيل کړي،چې د کانال له ځمکو د ميوو او سبزيجاتو لا ډېر حاصلات تر لاسه کړي.

غریبمل زیاته کړه:«دننګرهار کومې هندواڼې چې حاصل ته رسیږي نو ښه بازار هم لري او د هیواد نورو ولایتونو ته استول کیږي او مونږ هم هڅه کې یو چې دلته خپلو تولیداتو ته بازار موندنې برخه کې کار وکړو، څو شته ستونزو ته د حل یوه لاره پیدا کړو.»

بزګران هم د هندواڼو له سږنیو حاصلاتو خوښ دي، خو د مناسب بازار نشتون، د اوبو او کیمیاوي سرو کموالی هغه لاملونه یادوي، چې له مله یې ډیر کله له ستونزو سره مخ وي.

شاه محمود د ننګرهار د کامې ولسوالۍ یو کروندګر دی هغه سږکال په خپله دوه جریبه ځمکه هندواڼې کرلي.

نوموړي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې له حکومت بزګرانو ته د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کیدو غوښتنه وکړه.

شاه محمود زیاتوي: «ډیره کله چې زمونږ حاصلات ثمر ته رسیږي بیا یې څوک نه اخلي او لامل یې همدا دی چې دلته زمونږ د حاصلاتو لپاره بازار نشته، غوښتنه کوو چې د خپلو وطني تولیداتو لپاره دې سړې خونې او همدارنګه نورې اسانتیاوې برابرې شي، چې بزګرانو ته ګټه ورسیږي.»

ننګرهار د هیواد یو له زراعتي ولایتونو شمیرل کیږي، چې د نورو حاصلاتو سره سره په کې هندواڼې هرکال ښه پایله ورکوي او له درکه حکومت ته په زیاته اندازه عواید جمعه کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه