پکتیکا کې د لېرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي د مخابراتي خدمتونو له کمزوري کیفیت شکایت کوي

اطلاعات روز: پکتیکا د سویل ختیځ زون له لېرې پرتو ولایتونو ګڼل کیږي، چې ولسوالۍ یې په خورا لېرې مساحت کې پرتې دي. اوسېدونکي یې شکایت کوي او وايي، په سیمو کې یې مخابراتي خدمتونه په نشت حساب دي.

د دغه ولایت د تروې ولسوالۍ اوسېدونکي په مستعار نوم چې ځان نور محمد معرفي کوي اطلاعات روز ته په خبرو کې وویل، چې دوی له تېرو دوو لسیزو راهیسې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري نه تېر او نه هم اوسني حکومت د دوی ستونزو ته پاملرنه کړې.

نوموړي غوښتنه وکړه، چې د طالبانو مخابراتو ریاست دې په تروې ولسوالۍ کې د ټلیفوني شبکو انتنونه نسب کړي، تر څو د خلکو شته ستونزې ورسره هوارې شي.

هغه وویل: «مونږ دلته په تېرو ۲۲ کلونو کې هیڅ مخابراتي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لرو او نه هم په تېر حکومت کې د لارې تړل کېدو له امله زمونږ ستونزو ته پام شوی دی. اوس مو غوښتنه له نوي حکومت دا ده، چې په تروې ولسوالۍ کې خپل مخابراتي خدمتونه پیل کړي، تر څو ولس له اوسنیو ستونزو را ووځي.»

د پکتیکا ولایت د وړممۍ ولسوالۍ اوسېدونکي هم له ورته ستونزو سره مخ دي، د دغې ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي نور جمال وویل، چې د سیمې خلک د کمزورو مخابراتي خدمتونو له امله خلک لوړو غرونو ته ورپسې په ساعتونو مزل کوي.

هغه زیاته کړه، چې د طالبانو په راتګ ورسره د مخابراتو ریاست مسوولینو ژمنه کړې، چې ستونزو ته به یې ځانګړی پاملرنه کوي، خو د تېرو اتو میاشتو په تېرېدو یې بیا هم عملي کار نه دی پیل کړی.

په همدې حال کې بیا د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو د مخابراتو ریاست مسوولین هم په ځینو سیمو کې د خلکو ستونزې پر ځای بولي او وايي، چې د پلان له مخې به په ټولو ولسوالیو کې خلکو ته مخابراتي خدمتونه وړاندې شي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د مخابراتو ریس محمد انور قیام وايي، چې د پکتیکا ولایت د لېرې پرتو شپږو ولسوالیو ته یې مخابراتي انتنونه استوالي او ځینې یې په اړونده سیمو کې فعالیت هم پیل کړی دی.

نوموړي وویل: «مونږ د پکتیکا ولایت د ډیری سیمو خلکو ته په مخابراتي برخه کې د دوی ستونزو ته رسېدنه کړې، تر اوسه مو ګڼ غیر فعاله سایټونه بیرته فعاله کړي او هم مو د پکتیکا شپږو ولسوالیو ته مخابراتي انتنونه استولي او هلته یې عملا کار پیل کړی دی.»

د تروې، وازیخوا، خوشامند، نګه او ځینې نورې د پکتیکا هغه ولسوالۍ دي، چې خلک یې د مخابراتي خدمتونو ترڅنګ د لارو له خرابوالي او روغتیايي ستونزو هم په خورا ستونزو کې ژوند تېروي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه