سږکال ننګرهار کې د شفتالو حاصلات د تېر کال په پرتله زیات شوي

ننګرهار ولایت کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین خبر ورکوي، چې سږکال په دغه ولایت کې د شفتالو حاصلات ډېر شوي دي.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست طالب ویاند اجمل سبحاني اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې سږکال د ننګرهار په ۱۳ ولسوالیو کې پر ۳۰۰۰ جریبه ځمکه د شفتالو له ابادو باغونو ۱۰۰۰۰ ټنه حاصل ترلاسه کیدو تمه شته، چې د تېرو کلونو په پرتله ۳۵۰۰ ټنه زیاتوالی ښيي.

ښاغلی سبحاني وایي، تېر کال د شفتالو حاصلات ۶۵۰۰ ټنه و، چې ۲۵۰ میلیونه افغانۍ عواید یې لرل، خو سږ کال ۱۰۰۰۰ ټنو ته رسېدلي چې ۲۷۷ میلیونه افغانۍ عواید به ترې ترلاسه شي.

سبحاني زیاتوي:«سږکال د ننګرهار په ۱۳ ولسوالیو کې په ۳۰۰۰ جریبه ځمکه د شفتالو باغونه جوړ شوي چې حاصلات به یې د تیرو کلونو په پرتله زیات وي یعنې سږکال به لس زره ټنه حاصل ولرو چې تیره کال ته ۳۵۰۰ ټنه زیاتوالی ښیي او همدارنګه ۲۷۷ میلونه افغانۍ عواید تر راټول شوي دي.»

په ورته مهال باغ لرونکي هم د شفتالو د سږني کال له حاصلاتو خوښ دي.

خالد باچا چې په سره رود ولسوالۍ کې پر څلور جریبه ځمکه د شفتالو باغونو لري وایي، د تېرو کلونو په پرتله یې ګټه وټه زیاته شوې،خو د وچکالۍ له کبله د باغونو په ساتنه او پالنه زیات لګښت راځي، چې له امله یې باغداران له ستونزو سره مخ دي.

خالد پاچا وویل: «سږکال ډیر ښه دي باغونه که څه هم بې موسمه بادونه او بارانونه هم وشول خو له هر څه سره سره بیا هم سږکال حاصلات ډیر ښه شوي او ګټه یې هم زیاته شوې په خاص ډول د شفتالو، خو دا هر بوټی او دانه چې تاسې ګورئ، دا په پيسو باندې تر دې ځایه رسېدلی، د اوبو کولو لپاره یې ساعت درې سوه افغانۍ ورکوو، یو جریبه ځکه په دوه نیم ساعته کې اوبه کېږي. زه واټرپمپ ته نږدي یم، ځکه که لري وای، بیا ډېر وخت نیسي. دا زموږ ستونزې دي.»

خانولي بیا د شفتالو د پېر او پلور کاروبار کوي.

نوموړی وایي، په یوه وار په زیاته کچه شفتالو بازار ته عرضه کېږي او د لوی مارکېټ د نشتوالي، له کبله ښايي ګټه وټه يې زیاته نه وي.

دوی له حکومت غواړي چې د بازار موندنې په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

  خانولي زیاتوي:« دلته چې کله باغونه په حاصل راځي نو ټول تازه میوې په یو ځل بازار ته وړاندې کیږي چې له امله یې بیه هم کمیږي.»

له ننګرهار سربېره، په ختيځ کونړ ولایت کې هم پر سلګونه جریبه ځمکه د شفتالو باغونه جوړ شوي، چې د معلوماتو له مخې، د تېر په پرتله له زیاتوالي سره به ۹۰۰ ټڼه حاصل ولري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه