اطلاعات روز: د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ د «ناخوني» په سیمه کې د يوې پخوانۍ ناچاودې هاوان مرمۍ چاودنې له امله يو تن بزګر ټپي شوی دی.
کندهار کې د طالبانو د پنجوايي ولسوالۍ امنيه قوماندان مولوي فيضاني اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دغه پیښه تېره ورځ ( ۳۰ د ثور) شاوخوا پنځه بجې د امام صاحب په کلي رامنځته شوې ده.
مولوي فيضاني وایي، چې د هاوان مرمۍ چاودنه کې د ګلستان په نوم يو تن بزګر ټپي شوی نور کوم چا ته زيان ندی رسېدلی.
هغه زياته کړه، چې دغه بزګر سطحي زخمي شوی او د درملنې په موخه د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته لیږدول شوی او حالت یې د ډاډ وړ دی.
د هغه په خبره، چې دغه بزګر د اوبو لګولو پر وخت د هاوان مرمۍ ته لاس ور وړی او چاودنه يې پرې کړې.
د يادونې وړ ده چې د پخوانيو جنګونو څخه د هېواد په ډېرو سيمو کې اوس هم ځينې ناچاوده توکي پاتې دي او کله ناکله د عام وګړو ژوند اخلي.
