هندوکش لوبډلې د «زرغون افغانستان» کرېکټ سیالیو اتلولي وګټله

اطلاعات روز: هندوکش لوبډلې پامیر لوبډلې ته د ۳ ویکټو په توپیر ماتې ورکولو سره د «زرغون افغانستان» یو ورځنیو کرېکټ سیالیو پایلوبه د نجیب الله ځدراڼ په لوبډلمشرۍ کې وګټله.

د هیواد د کرېکټ بورډ مسوولین وايي، دغه سیالۍ چې په خوست ولایت کې په لاره اچول شوې وې، د زونونو په کچه پکې درې لوبډلې شاملې وې او د دوی په خبره پای لوبې ته یې د هندوکش او پامیر لوبډلو لار وموندله، چې د لومړي پړاو زرغون افغانستان جام سیالیو اتلولي هندوکش سټرایکرز  لوبډلې په خپل نوم کړه.

د افغانستان د کرېکټ بورډ د ځوانو لوبډلو مشر روزونکي دولت خان احمدزی وايي، د زرغون افغانستان تر نوم لاندې په پیل شویو سیالیو کې تر ډېره ځوانو لوبغاړو ته برخه ورکړل شوې وه.

نوموړي زیاته کړه، چې له دغو لوبو هدف د کورني کرېکټ وده او د نویو لوبغاړو د پټو وړتیاو ښکاره کول دي.

هغه وايي: «په خوست کې چې د زرغون افغانستان تر نوم لاندې کومې لوبې تر سره شوې، دا د ځوانانو لوبغاړو لپاره خورا مهمې او د دوی د وړتیاوو څرګندولو ته هم ښه چانس و. د کرېکټ بورډ له دې لوبو یو بل هدف هم کورني کرېکټ ته وده ورکول دي.»

په همدې حال کې بیا د کرېکټ مینوال هیواد کې دننه د دا ډول سیالیو په لاره اچول ښه ګام بولي او له کرېکټ بورډ غوښتنه کوي، چې د اې پي اېل یا افغانستان پریمیر لیګ او شپږیزې په نوم چې پخوا کومې سیالۍ ترسره کېدې بیرته پیل کړي.

د خوست ولایت نادرشاه کوټ ولسوالۍ زیني خېلو سیمې اوسېدونکی نجیب سرحدي اطلاعات روز ته وویل، چې د ځوانانو ترمنځ د خوښي او یووالي راوستلو لپاره یواځینۍ ښه لاره لوبي دي.

هغه د هیواد له کرېکټ بورډ غوښتنه وکړه، چې د شپږیزې په نوم سیالۍ هم په خوست ولایت کې ترسره کړي.

نوموړی وايي: «زه نن ډېر خوښ یم، چې په خپل ولایت کې د ملي لوبډلې او نورو لوبډلو لوبغاړي وینم دا د ځوانانو ترمنځ د اتفاق راوستلو لپاره ښه لاره ده، نو زما غوښتنه دا ده، چې د شپږیزې په نوم سیالۍ هم په خوست ولایت کې ترسره کړي.»

د مې میاشتې په ۸ نېټه په خوست ولایت کې افغانستان د کرکټ بورډ تر چتر لاندې د زرغون افغانستان په نوم د کرېکټ د ۵۰ اوریزو سیالیو لړۍ پیل شوه، چې دغو لوبو ته د سویل ختیځ زون ترڅنګ د هیواد له بېلابېلو ولایتونو د کرکټ مینوال او لوبغاړي راغلي و. د دغو سیالیو غوره توپ وهونکی شاهدالله کمال او غوره توپ اچوونکی ضیاء الرحمن اکبر ونومول شول.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه