یونیسف: افغان زده کوونکو ته مو د ویش لپاره ۳۸ میلیونه جلده کتابونه چاپ کړي

د افغانستان لپاره د یونیسف مشر ډاکټر محمد ایویا سویل ختیځ زون ته په سفر کې ویلي، چې په ښوونځیو کې د افغان زده کوونکو د درسي کتابونو کمښت ستونزې هواري لپاره یې د جاپان او اسیا پراختیايي بانک په همکارۍ ۳۸ میلیونه جلده کتابونه چاپ کړي، چې د نوموړي په وینا اوس مهال یې د ویش لړۍ هم پیل شوې ده.

ډاکټر ایویا همدا راز منلې، چې اوس مهال افغان ماشومان د زده کړو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او د نوموړي په خبره چې د هواري لپاره به یې یونیسف کوټلي ګامونه واخلي.

هغه وویل: «مونږ د یونیسف له اړخه د افغان زده کوونکو اوسني وضعیت ته اندېښمن یو او تمه لرو، چې د دوی د زده کړو په برخه کې شته ټولې ستونزې هوارې شي. مهمه خبره چې د زیري په ډول یې مونږ افغان زده کوونکو ته لرو، هغه داده چې اوس مهال مو د چاپان او د اسیا پراختیايي بانک په همکاري ۳۸ میلیونه جلده کتابونه چاپ کړي او د ویش لړۍ یې هم دوام لري.»

د یونیسف له لوري افغان زده کوونکو لپاره چاپ شوي کتابونه

نوموړي د درسي کتابونو ترڅنګ په ځینو ولایتونو کې د لېرې پرتو ولسوالیو او سیمو نجونو او هلکانو ته د سیمه ييزو ټولګیو د جوړېدو خبر هم ورکړ. هغه وویل د لوګر، پکتیا، پکتیکا سربېره په شمال، ختیځ او جنوبي ولایتونو کې هغو زده کوونکو ته په سیمه ييزه کچه د زده کړې اسانتیاوې برابرې شوي، چې اوس مهال ښوونځیو ته لاس رسی نه لري.

هغه وايي: «مونږ په ټول افغانستان کې که هغه لوګر دی، پکتیا، پکتیکا او د هیواد نورې برخې دي، په دې سیمو کې مو زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره کړې او په هر ولایت کې مو ورته سیمه ييز ټولګي جوړ کړي دي، چې د پکتیا زرمت ولسوالۍ کې ۵۰ ټولګي نجونو ته جوړ او عملا پکې زده کړې کوي.»

په همدې حال کې بیا د سویل ختیځ زون ځینې ښځنیه زده کوونکي او ښوونکي له یونیسف نړیوالې ادارې غوښتنه کوي، چې په طالبانو فشار راوړي، تر څو له شپږم ټولګي پورته انجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

ښځینه زده کوونکې او ښوونکې له یونیسف غواړي چې پر طالبانو فشار راوړي چې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي

د پکتیکا ولایت د یو ښوونځي د پنځم ټولګي زده کوونکې نوریې اطلاعات روز ته وویل، چې خور یې په یوولسم ټولګې کې زده کړې کوي، خو د ښوونځیو تړل کېدو له امله نشي کولی، چې پاتې زده کړو ته هم دوام ورکړي.

نوموړې وايي: «زما خور اوس په کور کې درس وايي، خو که هغې ته د ښوونځي اجازه ورکړل شي، نو سږ کال به دولسم ټولګي ته کامیابه شي، هغه ډېره خپه ده او زما ټوله کورنۍ ورته په اندېښنه کې ده، نو زه له طالبانو غوښتنه کوم چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته هم د درس ویلو اجازه ورکړي.»

د سویل ختیځ زون د لوګر اوسېدونکې او د یو ښوونځي ښوونکې چې ځان په مستعار نوم نازدانه معرفي کوي هم د نجونو ښوونځیو پر وړاندې د طالبانو پرېکړې ته اندېښمنه ده، هغه وايي، یونیسف دې په طالبانو فشار راوړي، تر څو له شپږم ټولګي پورته نجونو ته بیرته د زده کړو حق ورکړي.

د شپږم ټولګي پورته نجونې چې اوس مهال په کور ناستې دي او طالبانو د ښوونځیو څخه منعه کړي دي

هغې وویل: «مونږ په ښوونځیو کې اوس مهال هیڅ ستونزه نه لرو او په دې برخه کې هغه ستونزه چې ورسره مخ یو، له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د راتګ لپاره نه اجازه ورکول دي، یونیسف چې ځان په دې مسایلو کې ښکېل بولي، زما ترې غوښتنه دا ده، تر څو په نوي حکومت فشار راوړي چې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پر مخ خلاص کړي.»

د نوي تعليمي کال له پیل دوه میاشتې پوره کیږي، خو د طالبانو له لوري لاهم د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې بندې دي او لایې هم په اړه قاطع تصمیم نه دی نیول شوی. د طالبانو دغه پرېکړه په کور دننه او بهر له سخت غبرګونونو سره مخ شوې او غوښتنه ترې کوي، چې له ځنډ پرته ټولو د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه