طالبانو پکتيکا کې د طبیعي ځنګلونو په وهلو او قاچاق بنديز ولګاوه

اطلاعات روز: پکتيکا چې په سويل ختيځ زون کې په طبيعي ځنګلونو پوښل شوی ولايت ګنل کيږي، له څه مودې راهیسې پکې د ځنګلونو د بې رحمانه پرې کولو او قاچاق راپورونه ورکول شوي دي.

نن ( سې شنبه، ۲۷ د ثور) د دې ولايت لپاره د طالبانو له امنيه قوماندانۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دغه ولايت کې د هر ډول طبیعي ځنګلونو په وهلو او قاچاق کلک بنديز ولګاوه.

په خبرپانه کې راغلي، چې هغه کسان به عدليې او قضايي ارګانونو ته معرفي شي، چې د مرکز او ولسواليو په غرونو کې په ځنګل وهلو لاس پورې کړي.

په همدې حال کې بيا د پکتيکا ولايت اوسېدونکي هم له دې پرېکړې هرکلی کوي او وايي، د ارګون، خيرکوټ، کټواز او ځينو نورو سيمو څخه په زياته کچه نه يوازې د طبیعي ځنګلونو وهل دوام لري، بلکې د خرڅلاو په موخه يې ګاونډي پاکستان ته هم قاچاق کېږي.

د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي روح الله اطلاعات روز سره په خبره کې د شوې پرېکړې په عملي کېدو ټينګار وکړ او وېويل، چې پخوا هم څو ځله د ځنګلونو پرېکولو او قاچاق مخنيوي لپاره هڅې شوي خو د نه تعقيب له امله يې مخه نه ده نيول شوې.

هغه وويل: «موږ په پکتيکا کې ډېر غرونه لرو، چې پخوا پکې داسې ځنګلونه موجود و، چې انسان به پکې نشو تېرېدلی، خو اوس هماغه غرونه لغړ شوي دي. کومه پرېکړه چې شوې دا ښه کار دی او هيله لرو، چې عملي هم شي، خو که داسې وي لکه په تېر نظام کې چې څو ځله په دې اړه غونډې وشوې او قومي تړونونه وشول، خو بيا هم سم تعقيب نه شول او د ځنګلونو قاچاق همداسې تر نن دوام وکړ.»

که څه هم په پکتيکا ولايت کې شويو قومي تړونونو د ځنګل وهلو مخه نه ده نيولې، خو د سويل ختيځ زون په پکتيا او خوست ولايتونو کې هم ګڼ غرونه شنو ځنګلونو پوښلي او په ډیری سيمو کې د ځنګلونو د قاچاق او بې رحمانه پرې کولو مخنيوي لپاره قومي تړونونه هم شوي، چې تر ډېره يې ښه پايله ورکړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه