طالبانو پکتیکا کې د تورو ښېښو موټرو په ګرځېدو بندیز ولګاوه

اطلاعات روز: د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، د جنايي او امنیتي پېښو د مخنیوي لپاره سر له سې شنبې ورځې په مرکز ښرنه او اړونده ولسوالیو کې د تورو ښېښو د موټرو او ناقانونه وسلو په ګرځولو کلک بندیز ولګاوه.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر جاوېد بدري وايي، د ولایتي مسوولینو په همغږۍ یې دا پرېکړه کړې، چې په ښار کې د جنايي او نورو پېښو د مخنیوي لپاره د تورو ښېښو او ناقانونه وسلو په ګرځولو بندیز ولګوي.

هغه وویل: «مونږ دا کار د خلکو د امنیت ساتنې لپاره کوو او په دې سره به په ښرنې ښار او د پکتیکا ولایت په ځینو نورو ولسوالیو کې د تورو ښېښو د موټرو په ګرځېدو بندیز ولګاوه او هم مو له خلکو څخه دا غوښتنه وکړه، چې د امنیتي پېښو د مخنیوي لپاره له ناقانونه وسلو ګرځولو لاس واخلي.»

بدري همدا راز زیاته کړه، چې دوی خلکو ته په دې اړه له وړاندې هم خبر ورکړی و، چې سر له شنبې له خپلو موټرو تورې ښېښې پاکې او په دې برخه کې له امنیتي ځوکونو سره همکاري وکړي.

د نوموړي په وینا چې دغه کمپاین یې لومړی له مرکز ښرنې پیل او وروسته به یې د دغه ولایت نورو ولسوالیو ته هم وغځوي.

هغه وايي: «مونږ بار بار د ښرنې له ښاریانو او نورو پکتیکا والو دا غوښتنه کړې، چې له خپلو موټرونو تورو ښیښې پاکې کړي او هم هغه وسلې چې ناقانونه دي هغه اامنیتي ځواکونو ته وسپاري، نو دا کار مو نن له مرکز ښرنې ښار څخه پیل کړ او له دې وروسته به یې ارګون، مټاخان او د پکتیکا نورو ولسوالیو ته هم وغځوو.»

په دې وروستیو کې د جنايي او نورو امنیتي پېښو په ډېرېدو د پکتیکا ولایت اوسېدونکي هم اندېښمن کړي او د طالبانو د امنیه قومندان دغه اقدام د روان اندېښمنوونکي وضعیت د سمون لپاره ښه ګام بولي.

د مرکز ښرنې ښار اوسېدونکي نور ولي کټوازي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې په دغه ولایت کې ډیری جنايي او نورو امنیتي پېښې د تورو ښیښو د موټرونو او ناقانونه وسلو پر مټ ترسره کیږي، چې باید مخه یې ونیول شي.

نوموړي په دې اړه وویل: «دلته په دې وروستیو کې مونږ له داسې پېښو خبر شوي یو، چې ګواکي ماشومان تېښتول شوي، په چا ډزې شوې وي او وژلی یې وي، نو دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره تر ټولو اړین کار دا دی، چې باید د تورو ښیښو د موټرونو مخه ونیول شي او هم هغه وسلې له خلکو ټولې شي، چې قانوني جواز یې نه لري.»

له پکتیکا وړاندې د هیواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم د تورو ښیښو او ناقانونه وسلو د مخنیوي په موخه د طالبانو امنیتي ځواکونو اقدام کړی، خو د خلکو نیوکه دا دی، چې په تورو ښيښو موټرو کې ډیری د طالبانو نظامي اشخاص تګ راتګ کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه