اطلاعات روز: د ملک سلمان خیریه بنست د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې له ۳۲۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو د ویش لړۍ پيل کړه.
په افغانستان کې د ملک سلمان خیریه بنسټ مسوول عبدالرحمان فضلي نن (سې شنبه، ۲۷ د ثور) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې سعودي عربستان له افغانستان سره بشري مرستو ته ژمن دی چې په اوسنیو سختو شرایطو کې به له افغانانو سره خپلې مرستې جاري وساتي.
نوموړی همداراز وایي،چې په دغو مرسته شوو توکو کې غوړي، اوړه او یو شمېر نور خوراکي مواد شامل دي چې پر اړمنو کورنیو به وویشل شي.
فضلي زیاته کړه:« ننګرهار کې د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري له یوې سروې وروسته له ۳۲۰۰ بیوزله کورنیو سره چې پکې کونډې، یتیمان او اړمن خلک شامل دي مرسته ترسره شوه. په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته څلویښت کیلو اوړه، پنځه کیلو وریجې، پنځه لیټره غوړي، پنځه کیلو لوبیا، پنځه کیلو بوره او همدرانګه دوه کیلو خرما ورکول کیږي، یاد بنسټ ژمن دی چې له افغانانو سره به خپلې مرستې جاري ساتي.»
د نوموړي د مالوماتو له مخې د هېواد په اووه ولایتونو کې یې د څه باندې یو میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د خوراکي توکو د مرستو وېش لړۍ پیل کړې او ټاکل شوې چې د خوراکي توکو دغه مرستې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پر بېوزله کورنیو ووېشل شي.
فضلي زیاتوي:«د ملک سلمان خیریه بنسټ د هیواد په اوو ولایتونو: ننګرهار، کونړ، کابل،پکتیا، قندهار او مزار ولایتونو کې د یو میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت په۱۶۳۵۰ بیوزله کورنیو خوراکي توکي ویشلي او په پلان کې لري چې دغه لړۍ لا وغځوي او ټولو اړمنو کورنیو ته مرستې ورسوي.»
مرسته شوې کورنۍ وایي، چې په تېرو کلونو کې یې د جګړو له کبله د کورنۍ سرپرستان له لاسه ورکړي او اوسمهال دا ډول مرستو ته ډیره اړتیا لري.
د نور بي بي په نامه یوه میرمن چې خپل خاوند یې په تیرو جګړو کې له لاسه ورکړی او د مرستو ترلاسه کیدو په موخه راغلې اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو یادو مرستو ته خوښي وښوده او له اړوندو خیریه بنسټونو د لا زياتې مرستې غوښتنه وکړه.
نور بي بي زیاتوي:«کومه مرسته چې له مونږ سره د یاد بنسټ له لوري شوې ډیر زیات خوشاله یو او غوښتنه کوو، چې دا ډول مرستې دې زیاتې کړي او همدارنګه نور خیریه بنسټونه دې هم په دې برخه کې له افغانانو سره کومک وکړي، څو ټولو اړمنو کورنیو ته مرستې ورسیږي.»
یاد بنسټ تیره اوونۍ کونړ ولایت کې هم له ۱۲۰۰ بې سرپرسته ماشومانو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره کړې وه.
ننګرهار کې د دغو مرستو د وېش لړۍ پر داسې مهال پیلېږي چې په هېواد کې بېوزلي او لوږه اوج ته رسېدلي ده او هیوادوال پر اړمنو کورنیو د مرستو پر چټک ویش ټینګار کوي.
