طالبان: د قومي مسايلو حل لپاره ولايتي کمېټې ټاکل شوي

د طالبانو له لوري په سویل ختیځ زون کې د قومي شخړو هواري لپاره ولایتي کمېټې ټاکل شوي او نن یې په کار پیل وکړ. 

قومي مشران وايي، دغه کمېټې به د هغو قومي ستونزو او نورو ټولنیزو مسایلو د حل لپاره هڅې کوي، چې اوس مهال په ځینو سیمو کې شتون لري. 

د پکتيکا ولايت يو تن قومي مشر خان ولي کټوازي وويل، چې د کډوالو او بيرته را ستنېدونکو چارو وزارت تر چتر لاندې د زون، ولايت او ولسواليو په کچه د ديني عالمانو او قومي مشرانو کمېټې ټاکل شوي، چې هدف يې د پخوانيو قومي ستونزو حل او په ټولنه کې د ناوړه دودونو مخنيوی دی.

هغه وويل: «مونږ چې کومې کمېټې ټاکلې دي، نو هغه به په زون، ولايت او يا هم د ولسوالۍ په کچه هغه مسايل حل کوي، چې اوس يې خلک په ستونزو کې اچولي دي. د دې لپاره هره کمېټه مشخص غړي لري او پکې د قومي مخورو ترڅنګ ديني عالمانو ته هم ونډه ورکړل شوې ده.» 

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدوکو چارو وزارت سرپرست خليل الرحمان حقاني وويل، چې دوی د شخړو هواري لپاره لومړی ګام له سويل ختيځ زون واخیست، چې د هغه په خبره له دې وروسته به د هيواد نورو ولايتونو ته هم وغځول شي.

حقاني وايي: «نن او پرون مونږ د ستونزو هواري لپاره کمېټې غوره کړې مشران مو ورته وټاکل، چې په دې کې قومي مشران او ديني عالمان شامل دي. دغه ګام له خوست، پکتيا او پکتيکا څخه واخيستل شو، چې وروسته به د هيواد شمال، جنوب او ختيځ ته هم وغځول شي.» 

په دې اړه د پکتيا او خوست اوسېدونکي نموړی کار د جرګو او مرکو د دود د بیا راژوندي کولو لپاره ښه هڅه ياودي، چې په تېرو دوو لسيزو کې د ورکېدو په حال کې و. 

د خوست ولايت د ديني عالمانو مشر محمد اکبر فضلي وويل: «پخوا قومي مشرانو او د هغوی پرېکړو ته درناوی نه کېده، هره پرېکړه به د پیسو به زور کیده. د نېکمرغه چې يو ځل بيا د مشرانو هغه قومي جرګې او مرکې بيا په را ژوندي کېدو دي او له دې اقدام مونږ په کلکه ملاتړ کوو.»

لويه پکتيا چې د مرکو او جرګو کور ياديږي، په سيمه کې د غرونو، ځمکو او نورو مسايلو په اړه را پورته کېدونکې ستونزې او شخړې د قومي مشران پر مټ د مرکو او جرګو له لارې حل کيږي.

د ولايتي کمېټو جوړولو پریکړه له هغه وروسته تر سره کیږي، چې څو ورځې وړاندې د پکتیا ولایت په ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې د سلطان خېلو او سروخېلو قومونو ترمنځ پخوانۍ ۶۰ کلنه شخړه حل او دواړو لوريو د مشرانو په منځګړيتوب روغه وکړه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه