په فاریاب ولایت کې ځایي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې یوې ځوانې نجلۍ ځان زندۍ کړی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه نجلۍ “نظيفه” نومېده او د شنبې په شپه (۲۴ د ثور) يې د شيرين تګاب ولسوالۍ د «شش تپې» په کلي کې ځان وژنه کړې ده.
تر اوسه د دغې نجلۍ د ځان وژنې لامل او انګیزه معلومه نه ده، خو په افغانستان کې بې وزلي، رواني ستونزې او کورنۍ ستونزې د ځان وژنې لوی لاملونه بلل کېږي.
په فاریاب ولایت کې سیمه ییز طالب چارواکي ددې پیښې په اړه څه نه وایي.
