د پکتیکا عام وګړي له طالبانو د نیمګړو پروژو بشپړېدل غواړي

اطلاعات روز: په پکتیکا ولایت کې له تېر جمهوري نظام پاتې شوې نیمګړې پروژې لاهم له نا معلوم برخیلک سره مخ دي او تر دې دمه ورباندې د طالبانو حکومت عملي کار نه دی پیل کړی.

د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، د پلتو بند سربېره په مرکز ښرنه او ځینو ولسوالیو کې لاهم داسې پروژې شته چې کارونه یې د نظام له بدلون وروسته نیمګړي پاتې شول او لاهم ورباندې د طالبانو حکومت کوم عملي اقدام نه دی کړی.

د مرکز ښرنې اوسېدونکی وکیل خان وايي، په دغه ولایت کې ګڼې ولسي پروژې چې خلک یې د بشپړېدو په تمه دي، خو لایې هم په اړه د طالبانو حکومت کوم تصمیم نه دی نیولی.

نوموړي په دې برخه کې له مالي ملاتړ کوونکو بنسټونو غوښتنه وکړه، چې د وخت له تېرېدو او د هوا له سړېدو وړاندې باید یادې پروژې بشپړې شي.

پکتیکا کې د پلتو بند، چې کارونه په ټپه ولاړ دي

نوموړي وویل: «زمونږ غوښتنه همدا ده، که هغه ډونران دي او که موسېسات یا هم د طالبانو مسوولین نو دوی باید په مرکز ښرنه او ځینو ولسوالیو کې نیمګړې پروژې بشپړې کړي، د پلتو بند جوړېدو وخت په تېر نظام کې دوه کاله شاوخوا ټاکل شوی و، خو د نظام له بدلون وروسته ورباندې کارونه په ټپه ولاړ دي.»

په همدې حال کې بیا د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکی نورین خان وايي، د پوهنتون د لیلیې، د ښرنې – مټاخان ترمنځ د سړک بیا ترمیم او ځینې نورې پروژې چې ولس ورته اړتیا لري، کارونه یې له نامعوم برخیلک سره مخ دي او په اړه یې طالبانو خلکو ته هیڅ ډاډ هم نه دی ورکړی.

هغه وايي: «مونږ په پکتیکا ولایت کې ځینې غټې او ځینې وړې پروژې لرو، چې کارونه یې د نظام د بدلون له امله په نیمايي کې پاتې شوي او تر اوسه د نوي نظام چارواکو هم په دې اړه هیڅ تصمیم نه دی نیولی. دلته په پکتیکا کې د پوهنتون لیلیې دوه ودانۍ دي، چې کار یې تر ډېره بشپړ شوی، خو نور همداسې پاتې، بل د مرکز ښرنې او مټاخان ترمنځ د غځېدلي سړک بیا رغونه ده او ځینې نورو ګڼې پروژې په نیمايي کې همداسې پاتې دي.»

د پکتیکا ولایت یو تن قومي مشر خان وزیر بیا په دې برخه کې د پکتیکا ولایت د طالبانو له ولایتي مسوولینو غوښتنه کوي، چې په مرکزي ادارې فشار راوړي، تر څو د هغو پروژو چارې پیل او بشپړې کړي، کومې چې په تېر نظام کې پیل شوې وې او د نوي نظام په راتګ بیرته په ټپه ودرېدې.

قومي مشران وايي، کومې پروژې چې په تېر نظام کې پېل شوې وې طالبان دې پشپړې کړي

وزیر وویل:«مونږ د دې ټولو پروژو لپاره د طالبانو له ولایتي چارواکو غواړو، چې په پکتیکا ولایت کې د ټولو هغو پروژو لیست چې اوس يې د رغونې کارونه په نیمايي کې پاتې جوړ کړي او په کابل کې یې له اړونده وزارتونو، نړیوالو بنسټونو او نورو همکاره موسساتو سره شریک کړي، تر څو ورباندې ژر کار پیل شي.»

په پکتیکا ولایت کې د طالبانو د والي مرستیال محب الله حماس وايي، د ځینو پروژو د بشپړېدو لپاره له مرکزي ادارې یو پلاوی راغلی و او ډاډ یې ورکړ، چې په نږدې وخت کې به یې کارونه پیل او د ګټې اخیستنې لپاره به وړاندې شي.

پکتیکا کې د طالبانو مرستیال والي وايي، د پروژو ستونزوه یې د مرکز سره شریکه کړې او ژر به حل شي

هغه زیاته کړه: «مونږ په پکتیکا ولایت کې ځینې داسې پروژې لرو، چې تر ډېره بشپړېدو ته نږدې شوې دي، د دغو لپاره څه موده وړاندې له کابل څخه د اوبو رسولو وزارت یو پلاوی هم راغلی و او د پلتو له بند څخه یې لیدنه وکړه. مونږ ته په مرکز کابل کې ډاډ راکړل شوی، چې په پکتیکا ولایت کې به ټولې هغه پروژې چې اړینې دي او کارونه یې نیمګړي پاتې شوي بشپړوي.»

اوس مهال په پکتیکا ولایت کې د پلتو بند ترڅنګ د ۲۴ جوماتونو چارې لاهم نه دي پیل شوې، چې کارونه یې په جمهوري نظام کې تر نیمايي بشپړ شوي و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه