اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې ددغه ولایت سره رود ولسوالۍ کې یوه کس د ګازو پمپ ذخیره ځای کې د اکسیجن نه شتون له امله ساه ورکړې.
د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ یوه اوسیدونکي شفیق الله نن (شنبه، ۲۴ د ثور) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیره ورځ د یادې ولسوالۍ په «مار غونډۍ» سیمه کې د شوکت په نامه یوه کس هغه وخت خپل ژوند له لاسه ورکړ؛ چې هلته د ګازو یوه پمپ په ذخیره کې د ستونزې حل کیدو په موخه ښکته شوی وو، چې وروسته یې د اکسیجن نه شتون له امله ذخیره کې ساه ورکړې وه.
سرچینه زیاتوي یاد کس د تیلو او ګازو په پمپ کې کاریګر و او کله نا کله به یې د همدې پمپ تخنیکي چارې هم سمبالولې.
افغانستان کې تخنیکي کاریګر د کار پر مهال د ځان ساتنې اسانتیاوې نه برابروې او همدا لامل دی چې ډیري وخت دوی د خپلې بې پروایي له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
