د ننګرهار صرافان د ډالرو په اړه د افغانستان بانک وروستۍ پرېکړه غیرعادلانه بولي

اطلاعات روز: د افغانستان بانک ویلي، د ډالرو هغه بانکنوټونه چې نیټه یې له ۱۹۹۶ کال څخه مخکې وي، څېرې شوي، پلستر شوي، خراب شوي او یا یې شکل له منځه تللی وي د افغانستان بانک ته نور د منلو وړ نه دي.

د بانګ دغه پریکړې د ننکرهار صرافان اندېښمن کړي او وايي، چې اوسنیو حالاتو ته په کتو د افغانستان بانک له لوري د زړو ډالرو په تړاو شوې پریکړه پر ځای نه ده او په خبره یې عملي کیدل به يې هم ناوړه پایلې ولري.

په جلال اباد ښار کې د صرافانو اتحادیې مرستیال حاجي غلجي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د افغانستان بانک وروستۍ پرېکړه غیر عادلانه او په خبره يې عملي کیدل یې ستونزمن او ناممکن دي.

حاجي غلجی زیاتوي: «کومه پریکړه چې د افغانستان بانک د زړو ډالرو په اړه کړې، دا پریکړه صرافانو ته په زیان تمامیږي دا لویه ستونزه ده، ټول خلک په تشویش کې دي او همدارنګه صرافانو او عامو خلکو ته مالي زیان اوښتی دی.»

نوموړی زیاتوي، د هېواد په کچه د ټولو ولایتونو صرافانو د افغانستان بانک د پرېکړې د عملي‌کېدو په اړه مخالفت ښودلی او د دې طرحې عملي‌کېدل له خپل توان څخه لوړ بولي.

یو شمېر نور صرافان بیا له افغانستان بانک نه غوښتنه کوي چې دوی ته دې د ستونزو د رامنځته کیدو پر ځای اسانتیاوې برابرې کړي.

 هڅه مو کړه، چې په دې تړاو د افغانستان بانک نظر هم واخلو خو له هڅو سره سره بریالي نه شو.

خو بل لورته د افغانستان بانک ویاند صابر مومند بیا رسنیو ته ویلي دا اقدام دوی د مالي او بانکي خدمتونو د ښه والي په موخه کړی دی.

نوموړي ویلي، چې د ډالرو هغه نوټونه چې تاریخ یې له ۱۹۹۶ کال څخه مخکې وي، څېرې یا پلستر شوي وي، شکل یې له منځه تللی وي یا هم په یو ډول خراب شوي وي او د چېک کولو په وخت کې یې د شمېر ماشین زېګنال ورکړي، د افغانستان بانک ته نور د منلو وړ نه دي.

مومند همداراز زیاتوي چې د ډالرو هغه نوټونه چې تاریخ یې له ۱۹۹۶ څخه وروسته دی، که څه هم زاړه او سولېدلي وي خو مخکېنۍ ویل شوې ځانګړنې و نه لري، په ټولو بانکونو او صرافیو کې د منلو وړ دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه