په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي، د اندیښنې وړ داسې راپورنه شته چې طالبانو په اندراب دره، تخار او پنجشیر ولایتونو کې د ملکي وګړو پر هدفي وژنو لاس پورې کړی دی.
نوموړي نن (چهارشنبه،۲۱ د ثور) په یوه ټویټ کې د ملکي وګړو وژنه له نړیوال بشردوستانه قانون، بشري حقونو او اسلامي قوانینو څخه ښکاره سرغړونه بللې او ددې وژنو د پای ته رسیدو غوښتنه یې کړې.
د طالبانو ضد «مقاومت جبهه» ادعا کوي چې دغې ډلې د بغلان په اندراب دره کې ملکي وګړي وژلي دي. په سیمه کې ځایي سرچینې هم وايي چې په یوه پېښه کې لږ تر لږه څلور ملکي وګړي طالبانو په ډزو سره وژلي دي. ځینو رسنیو د ملکي وګړو د زیات شمیر تلفاتو خبر ورکړی دی.
په پنجشیر او تخار ولایتونو کې هم د ملکي وګړو د وژلو، نیولو او شکنجو راپورونه ورکړل شوي دي. په تخار کې ادعا کېږي، چې طالبانو پر استوګنیزو سیمو هوایي بمباري کړې.
طالبانو تر اوسه دغو تورونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
په دې وروستیو کې د پنجشیر، بغلان او تخار ولایتونو په ځینو برخو کې د دې ډلې وسله وال مخالفین زیات شوي دي. طالبان خپل مخالفین « یاغیان» بولي او وايي چې دوی به یې وځپي.
