اطلاعات روز: د هلمند لپاره د طالبانو والي مولوي طالب له نړيوالې ټولنې غوښتنه کوي چې د کوکنارو د مخنيوي په برخه کې دې له دوی سره مرسته وکړي اوافغان کروندګرو ته دې د کوکنارو بدیل کښت ور پیداکړي.
هغه دغه خبرې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې د دفتر له مشرې مېنو کټو (Mino Kato) سره په ليدنه کې کړي.
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې د دفتر مشرې د تيرې سې شنبې په ورځ د هلمند ولايت مقام کې د هلمند والي سره په ليدنه کې وويل، چې دوی د ۳۰ کلونو راهیسي په افغانستان کې د نشه یي توکو د مخنيوي په برخه کې فعاليت کوي او په خبره يې چې د بزګرانو سره د مرستې، د معتادینو سره د تعلیم، روغتیا او علاج په اړه بېلابېلې مرستې کړي او په راتلونکي کې هم ورته پلانونه لري.
هغې د کوکنارو د بندیز په اړه د طالبانو د وروستي فرمان په اړه خوښي څرګنده کړه او دا یې د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کي ګټور ګام یاد کړ.
هغې زیاته کړه چي دوی د هلمند د مرکز او ولسوالیو په کچه د ۱۵۸۱ بزګرانو سره د مالدارۍ، مرغدارۍ، سبزیجاتو، چیک ډېمونو او نورو کاري فرصتونو برابرولو په برخه کي مرسته کړې او دا بهیر به روان ساتي.
د هلمند لپاره د طالبانو والي وويل چې دوی د خپل مشر ملا هبت الله هغه فرمان په بشپړ ډول عملي کړی چې د نشه يي توکو تارياکو د مخنيوي په برخه کې یې کړی دی.
د طالبانو دغه چارواکي د مېنوکټو څخه غوښتنه وکړه چې د افغانانو لپاره د کوکنارو بدیل معیشت برابرولو لپاره زیات همکاري وکړي.
هغه وویل، چي د نشه یي توکو بندول یوازې دافغانانو نه بلکي د نړیوالو په ګټه هم دي. نو لازمه ده چي نړیوال هم خپل د مرستو بهیر ونه ځنډوي.
مولوي طالب وويل:« د معتادینو د اصلاح په موخه مو یو لړ اقدامات ترسره کړي دي. زندان ته مو اچولي او هلته مو د روغتیا، تعلیم او رواني درملنو زمینه ورته برابره کړې ده.»
دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله په دي ورستيو کې يو فرمان صادر کړ او په افغانستان کې یې د نشه یي توکو پر کر کېلې او کار وبار بنديز ولګوه.
د ملا هبت الله ددغه فرمان تر صادریدو وروسته په افغانستان د تریاکو قیمتونه څو چنده لوړ شول او نن سبا د یوه کیلو تریاکو قیمت ۱۹ زره افغانیو ته رسیدلی دی.
