اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې ددې ولایت چپرهار ولسوالۍ کې یو کس خپله ښځه او پنځه ماشومان په چړې ژوبل کړي دي.
د سیمې یوه اوسیدونکي ریاض نن (چهارشنبه، ۲۱ د ثور) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، پېښه تیره شپه د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ اړوند په« للمې» کلي کې رامنځته شوې.
نوموړی زیاتوي د حزب الله په نامه یوه کس د اقتصادي او کورنيو ستونزو له امله خپله ميرمن او پنځه اولادونه په چړې وهلي او ژوبل کړي یې دي.
د نوموړي په خبره ژوبل کسان د ننګرهار په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
بل لور ته د ننګرهار امنیتي چارواکي د یاد کس د نیول کیدو خبر ورکوي او وایي، لومړنۍ څیړنې ښایي چې یاد کس له ناسمو او تاریخ تیرو درملو له خوړو وروسته خپلې کورنۍ غړي وهلي.
په دې وروستیو کې په لویه کچه د خلکو بې روزګاره کیدو او د خوراکي توکو لوړیدو ډیری افغانان په رواني ناروغیو اخته کړي، چې له امله یې ډیر کله دا ډول پېښې رامنځته کیږي.
