هلمند کې ځایي سرچینې وایي، چې ددې ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې په دوو جلا خپلمنځي شخړو کې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د خبرپاڼې له مخې، دغه شخړې تېره ورځ ( یکشنبه، ۱۸ د ثور) د لښکرګاه ښار په دویمه او اتمه امنیتي حوزو کې رامنځته شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دغه خپلمنځي شخړې د ځمکې پر سر رامنځته شوي.
تېره ورځ هم د هلمند په یو شمیر ولسوالیو کې د څو خپلمنځي نښتو خبر ورکول شوی و، چې له امله یې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د هلمند په ګډون په جنوبي ولایتونو کې ډیری دا نښتې د اوبو، ځمکې او کورنیو شخړو له امله رامنځته کېږي چې په دې وروستیو کې یې شمیر ډیر شوی دی.
