د ننګرهار کروندګر له طالبانو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې غواړي

ننګرهار کې کروندګر وایي، چې د اصلاح شویو تخمونو نشتون، د کیمیاوي سرې د بیو لوړیدل، باکیفیته زراعتي درملو ته نه لاسرسی او د حاصلاتو لپاره د بازار نشتوالی هغه ستونزې دي، چې له امله یې ددوی حاصلات کمزوري او بې ګټې کړي دي.

د دغه ولایت د کامې ولسوالۍ یو بزګر شاه ولي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې پر مسوولو ادارو نیوکه کوي، چې دوی ته پر وخت د کرنې ریاست او نورو مرستندویه ادارو له لوري اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې نه ورکول کیږي.

شاه ولي زیاتوي: «مونږ له کرنې ریاست غواړو چې اصلاح شوي تخمونه او سرې دې د فصل کرلو په وخت دهقانانو ته ورکړي، ډیر کله د غنمو او یا نورو فصلونو وخت تیر وي بیا له دهقان سره د اصلاح شوي تخمونو مرسته کوي.»

د بهسودو ولسوالۍ یو کروندګر ګلاب شیر اطلاعات روز وځپاڼې ته وویل، که د کرنې ریاست یې د حاصلاتو لپاره سړې خونې، د غنمو زېرمې، د بسته بندۍ مرکزونه او بهرنیو بازارونو ته د لاسرسي په برخه کې لاسنیوی وکړي حاصلات به یې زیات او د بازار اړتیاوې به پوره کړي.

ګلاب شیر زیاتوي: «که چیرې حکومت د بزګرانو لاسنیوی وکړي د اصلاح شویو تخمونو برخه کې او همدارنګه د کیمیاوي سرو په برخه او ترڅنګ یې د حاصلاتو لپاره سړې خونې جوړې او کرنیزو تولیداتو ته یې بازار موندنه وکړي، نو تر ډیره به کورنی اقتصاد پیاوړی شي او هم به دهقانان د بازار اړتیاوې پوره کړي.»

بل لور ته ننګرهار کې د طالبانو د کرنې رییس مولوي عبدالستار اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دوی بزګرانو ته په بېلابیلو سیمو کې  څه باندې اته زره ميټریک ټنه اصلاح شوي تخمونو ورکړې او زیاتوي، حکومت ژمن دی چې د کرنې تر څنګ د صنعت د ودې لپاره هم د خصوصي سکټور سره مرسته او ګډ کار وکړي.

 مولوي عبدالستار زیاتوي:« د ننګرهار د کرنې ریاست ۸ زره میټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه پر دهقانانو ویشلي او همدارنګه په همدومره اندازه یې کیمیاوي سرې هم بزګرانو ته ورکړي».

د کرنیزو چارو پوهان وایي، حکومت ته په کار ده، چې د کرنې برخه عصري او د هېواد کروندګرو ته کاري زمینه برابره کړي چې هېواد د کورنیو تولیداتو په برخه کې په ځان بسیا شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه