پاکستان: نوي راغلي افغانان د ګډوالو په توګه نه منو

انځور: ګوګل

پاکستاني چارواکي وایي، هغه افغانان د ګډوالو په توګه نه مني چې افغانستان کې د طالبانو راتګ څخه وروسته دې هیواد ته په ویزه راغلي او بېلابېلو ښارونو کې میشت دي.

د چارواکو په وینا، دغه افغانان چې شمیر یې څه باندې ۱۰۰ زرو ته رسیږي، په هوټلونو او کرایه کورونو کې ژوند کوي، غواړي د پاکستان څخه نورو هیوادونو ته ولاړ شي خو،  په اسلام اباد کې د بهرنیو هیوادونو سفارتونه د هغوئ اسناد په ځنډ سره طی مراحل کوي.

کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان امریکا غږ ته ویلي، چې دا سفارت اوس وخت هره ورځ ۷۰۰ څخه نیولې تر ۱۰۰۰ پورې ویزې افغانانو ته وکوي.

احمدخان زیاته کړې، ډیری دا افغانان پاکستان ته د درملنې او کاروبار لپاره ځي او هغه کسان هم پکې شامل دي چې امریکا، کاناډا او اروپایي هیوادونو سفارتونو ته د ویزو اخیستو په خاطر د مرکو لپاره ځي.

دده په خبره، پاکستان دا ویزې افغانانو ته د بشري اندیښنو په خاطر ورکوي خو د ګډوالو په توګه به یې ونه مني.

دی وایي،« که افغانان غواړي چې د کډوالو په توګه ومنل شي دا نشي کیدای او نه یې مونږ اجازه ورکوو. مونږ به ساده توګه نغواړو چې د کډوالو شمیر زیات کړو».

د پاکستان چارواکو دا هم ویلي، چې په دې هیواد کې لږ تر لږه ۳ میلیونه افغانان له پخوا میشت دي چې یو شمیر یې قانوني اسناد هم نه لري او نورو کډوالو ته د ځای ورکولو کنجایش نشته.

په همدې حال کې بیا په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ ویاند قیصر افریدي امریکا غږ ته ویلي، چې دا اداره پاکستاني چارواکو سره کار کوي چې د نویو راغلیو افغانانو ستونزو ته حل لاره پیدا کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه