هلمند کې ځایي مسوولين وايي، ددغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې په تيرو څلور ورځو کې د ولسي خلکو ترمنځ شخړو کې ۱۴ کسان ټپیان شوي دي.
هلمند ولايت کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ رياست د اطلاعات مشر محمد قاسم رياض وايي، چې دغه پيښې د هلمند ولايت په سنګين، مارجې او نوزاد ولسواليو کې رامنځته شوي دي.
د هغه په خبره چې د هلمند سنګين ولسوالۍ يوه کلي کې د رامنځته شوې شخړې له امله څلور کسان ټپیان شوي.
او ترڅنګ يې، مارجې ولسوالۍ کې د ملکي خلکو ترمنځ په شخړه کې يو کس په چاقوګانو وهل شوی اوټپي دی.
همداراز په نوزاد ولسوالۍ کې هم د دوه کورنيو ترمنځ خپل منځي نښته شوې چې پرمهال يې د دواړو کورنيو ۹ کسان ټپیان شوي دي.
د اطلاعات او فرهنګ رياست مسوولين وايي، دوی ددغه پيښو يو شمير مجرم کسان نيولي، او دا یې نده په ډاګه کړې چې دغه کسانو ولې جنګ او جنجال کړی دی.
