ننګرهار کې د کوچني اختر په شپو او ورځو کې ۱۳۲ کسان د ترافیکي پېښو له امله ټپیان شوي

اطلاعات روز: د کوچني اختر په تېرو درییو ورځو کې ننګرهار کې د ترافیکي پېښو له امله له سلو زیات کسان ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د سیمه‌ییز روغتون ویاند ګلزاده سنګر نن (چهارشنبه، ۱۴ د ثور) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د کوچني اختر په تیرو درییو ورځو کې د کابل-جلال اباد، کونړ-جلال اباد، تورخم-جلال اباد او د دغه ولایت په نورو ولسوالیو کې د ترافیکي پېښو د رامنځته کیدو له امله ۱۳۲ کسان په ټپي حالت کې روغتون ته راوړل شوي، چې زیاتره یې نوي ځوانان دي.

نوموړی زیاتوي چې تراوسه د یادو ترافیکي پېښو له امله څوک نه دي مړه شوي، خو ګڼ شمیر ټپیان یې له لومړنۍ درملنې وروسته رخصت شوي.

سنګر زیاته کړه: «د کوچني اختر په تیرو ۳ ورځو کې د ننګرهار ولایت د لویو لارو سربیره له ولسوالیو او نورو سیمو څخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته ۱۳۲ تنه ټپیان راوړل شوي، چې زیاتره یې ځوانان دي خو کوم کس تراوسه د یادو ترافیکي پېښو له امله نه دی مړ شوی.»

هر کال د اختر په شپو او ورځو کې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله ګڼ شمیر هیوادوال ژوند له لاسه ورکوي، چې لامل یې د ترافیکي اصولو نه مراعتول، ګړندی تګ او د سړکونو خرابوالی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه