رینا امیري: اسلامي نړۍ باید د افغان ښځو او نجونو له حقونو دفاع وکړي

په افغانستان کې د ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د اسلامي هېوادونو له یو شمېر سفیرانو سره د لیدنې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په دې ناسته کې هوکړه شوې چې «اسلامي نړۍ باید د افغان ښځو او نجونو له حقونو دفاع وکړي.»

هغه تېره شپه (یکشنبه، ۱۱ د ثور) په یوه ټویټ کې لیکلي، چې د طالبانو هغه تګلاره چې نجونې او ښځې له تعلیم او کار څخه بې برخې کوي په هېڅ اسلامي هیواد کې چې اکثریت یې مسلمانان دي نه لیدل کېږي.

ټاکل شوې وه، چې د څو میاشتو ځنډ وروسته په ټول هیواد کې د نجونو ښوونځي د روان هجري لمریز کال په دریمه پرانستل شي؛ خو د طالبانو د پوهنې وزارت په همدې ورځ اعلان وکړ چې منځني ښوونځي او د نجونو لېسې به تر امر ثاني پورې تړلي وي.

هغه مهال د طالبانو د پوهنې وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي و، چې که د ښوونځیو یونیفورم د اسلامي شریعت، افغاني دود او دستور سره سم ډیزاین شي، هغه وخت به د مشرتابه د حکم سره سم د نجونو ښوونځي بېرته پرانستل شي.

د نجونو د ښوونځیو د تړلو پرېکړې پراخ نړیوال غبرګونونه راوپارول.  د طالبانو حکومت اوس تر فشار لاندې دی.  دغې ډلې تر اوسه ښځو ته په دولتي ادارو کې د کار کولو اجازه هم نه ده ورکړې.

د افغانستان د ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې هم په یوه جلا ټویټ کې د سویډن، ناروې، فنلنډ، ایسلنډ او ډنمارک په ګډون د امریکا له «نورډیک» شریکانو سره د لیدنې خبر ورکړی.

هغې ویلي، چې په دغه لیدنه کې یې په افغانستان کې ښوونځیو ته د نجونو په بیرته تګ او پر هزاره ګانو د بریدونه په اړه خبرې اترې وکړې.

د امریکا ځانګړې استازې زیاته کړې، چې د امریکا متحده ایالتونو له همکارانو سره په مشوره یې پر طالبانو د ښوونځیو د پرانستلو او د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د توکمیزو او مذهبي اقلیتونو د ملاتړ لپاره یې پر طالبانو د فشار راوړلو پر اهمیت هوکړه کړې.

افغانستان په دې وروستیو اونیو کې پر مذهبي ځایونو او تعلیمي موسېسو د خونړیو بریدونو شاهد دی.  په دغو بریدونو کې اکثره شیعه ګان او سني صوفيان په نښه شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه