خبریال: امېد اشنا
لرغوني ابدې د يوه قوم يا ملت د تاريخي پېښو، تمدن او هويت مهمې برخې دي، چې د اړوندې ټولنې مادي او معنوي غنامندي ور پورې تړلې ده.
همدا لامل دی چې د نړۍ قومونه په خپلو سيمو کې د نورو لخوا يا د خپلو اجدادو په مټ د جوړو شويو ودانيو په ساتنه کې ټولې هڅې کوي او له ځينو د هېرو تېرو زمانو په راژوندي کولو خپل کلتور او هويت بډای کوي.
ملتونه د دې چارې په مټ د ياد هدف سربېره ګڼې اقتصادي ګټې هم تر لاسه کوي، خو له توره بخته په افغانستان کې د روانو اوږدو جګړو له امله نه انسانان سالم پاتې شول او نه انساني اثار.
د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د سلګونه او زرګونه کلونو پخواني تاريخي ځايونه شته، چې د نه پاملرنې له امله په ناوړه حالت کې دي او د ويجاړېدو او د تل لپاره د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
د همداسې بېلګو له ډلې د سوېل ختيځ زون په مرکز ګردېز کې د ګردېز خورا لرغوني بالاحصار سربېره په شاوخوا ولايتونو کې هم داسې ځايونه او اثار شته، چې د مهمو تاریخي شخصيتونو او پېښو حالات ور پورې غوټه دي.

له دې ډلې يو هم په خوست کې د غازي ببرک خان ځدراڼ کلا يا کور دی، چې د سيمې د اوسېدونکو او مسوولينو په خبره شاوخوا ۱۵۰ کاله وړاندې د امير عبدالرحمن خان د سلطنت پر مهال پر شپږ جريبه ځمکه جوړه شوې ده.
غازي ببرک خان ځدراڼ په ۱۲۴۲ل کال کې د نادرشاه کوټ ولسوالي په ګيدوري کلي کې زېږېدلی او له افغان خاورې په دفاع کې يې له انګرېزانو سره سختې نښتې کړې او ماتې يې ورکړې دي.
د سرحدونو د ساتنې او دفاع له امله ورته امير عبدالرحمن خان غونډمشري او د خپلواکي په وياړلې مبارزه کې د کارنامو پر اساس ورته ستر غازي شاه امان الله خان اعزازي جنرالي ورکړې وه.
د انګرېزانو په لمسون د ملايانو لخوا د شاه امان الله خان د اصلاحاتو پر وړاندې د خلکو د پاڅون پر مهال چې د لويې جرګې جوړولو وروسته هم وضعيت سم نشو، نو د جګړې لاره اختيار شوه او په دې جګړه که څه هم وضعيت ارام شو، خو د ځينو نورو غازيانو په ګډون غازي ببرک خان ځدراڼ هم د ۶۳ کلونو په عمر شهيد شو.

د همدې غازيانو په ياد او قدرداني په ۱۳۰۴ کې د کابل ژوبڼ ختيځ خوا ته د شيردروازه غره په لمن کې د علم او جهل څلی جوړ شو، چې د نورو يادښتونو سربېره پرې د يادو غازیانو نومونه هم حک شوې دي.
اوس د خوست ولايت مدني فعالان، فرهنګيان او د سيمې اوسېدونکي وايي چې په دې ولايت کې د ځينو نورو تاريخي ځايونو په څېر د هېواد د ياد سر سپارلي سپاهي تاریخي کلا هم د نړېدو له ګواښ سره مخ ده.
دا کلا په نادرشاه کوټ ولسوالي کې د ځدراڼ په پلرني کلي کې ده.
د غازي ببرخان د کورنۍ غړی قاضي احمد ببرکزی وايي دا کلا په دوه پوړونو کې جوړه شوې وه او دوه برخې يې درلودې، چې يوه يې د کور د غړو او بله يې د مېلمنو لپاره وه.

ببرکزي اطلاعات روز ته وويل چې د دې تاريخي کلا د نړېدو ګواښ ورځ تر بلې زياتيږي او که غم يې ونه خوړل شي، له منځه به ولاړه شي.
نوموړی زياتوي: «تاسو شاهدان يئ چې دا کلا د تخريب په حال کې ده، کيدی شي داسې وخت راشي چې دې ځای کې به د دې کلا کوم اثر هم پيدا نشي. موږ غواړو چې دا کلا بېرته په همغه شکل ورغول شي، چې نويو ځوانانو ته دا احساس پيدا شي چې د دې کلا د غازيانو له برکته مو له انګريزانو کاميابي اخيستي وه.»
ليکوال او ژورنالېست بسم الله ارمان وايي چې هر کال د ژمي او بارانونو په موسم کې د دې تاریخي کلا ځينې برخې نړيږي او اوسمهال يې لوی برجونه هم نړېدو ته نږدې شوي دي.
ارمان نيوکه کوي چې تر اوسه هېڅ مسول بنسټ دې چارې ته پام ندی کړی او اندېښمن دی که ژر ورته پام ونشي، نو بيا به له افسوس پرته هېڅ نه وي پاتې.
نوموړي زياته کړه:«د دې کلا د بېرته سم جوړولو لپاره په اسانۍ پلان جوړېدای شي، او ډېرو لويو مصارفو ته هم اړتيا نلري، نو زموږ غوښتنه دا ده چې دولت د دې کلا په شمول په خوست او ټول افغانستان کې د تاريخي ابداتو د رغونې لپاره بايد پلان ولري او عمل وکړي.»

مسوول ولايتي چارواکي هم د غازي ببرک خان د کور ناوړه حالت مني او وايي هڅه يې دا ده چې د دې کلا ساتنې او بيارغونې لپاره عملي ګامونه واخلي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تاريخي ابداتو د ساتنې مسول سيدقابل شاه مياخېل وويل د غازي ببرک خان کلا د رغونې په اړه يې مرکز ته وړاندېزونه ليږلي او هيله ده چې ژر يې د بيارغونې چارې پيل شي.
مياخېل اطلاعات روز ته وويل: «موږ له وزارت نه غوښتنه کړې؛ زموږ د غوښتنو پر اساس وزير صاحب رسول باوري هم خپله دې کلا ته راغلی و. د ماين پاکي موسـسې هم دلته کار وکړ او له ماينونو يې پاکه کړه او يوازې د عملي کار شروع غواړي. موږ دوامدار کوشـش روان کړی دی.»

د اطلاعاتو او کلتور رياست د شمېرو له مخې د غازي ببرک خان ځدراڼ د کلا په ګډون په خوست کې ۱۸ تاريخي ابدات شته، چې ګورګرۍ تاڼه، خوشامل حسن کوټ کومبته يې او خواجه محمدخان تپه يې له مشهور هغو دي.
