اطلاعات روز: ننګرهار کې امنیتي چارواکي وایي، په دې ولایت کې پولیسو د یو سوداګر د وژل کېدو په تور پنځه کسان نیولي دي.
د ننګرهار امنیه قوماندان غلام سنایي ستانکزي نن (شنبه، ۲۲ لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، پولیسو یې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند سیمه کې د عملیاتو پرمهال پنځه تنه هغه کسان نیولي چې تیره ورځ د حاجي تور په نوم د یو سوداګر په وژلو او پیسو په تښتولو تورن دي.
سنایي زیاتوي: «پولیس وتوانیدل چې د ملي سوداګر حاجي تور د وژل کیدو په تور پنځه تنه ونیسي.»
له دې وړاندې د ځایي ټلوېزیون «انعکاس» خبریالې ملالې میوند او موټرچلوونکي د وژلو په تور هم ولایتي چارواکو په هماغه ورځ د ځینو د نیول کېدو خبره کړې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په ننګرهار کې هدفي وژنو او غلاوو خلک اندېښمن کړي، خو امنیتي چارواکي په موخیزو وژنو او غلاوو کې د ښکېلو ځینو د نیول کېدو خبر ورکوي.
