اطلاعات روز: هلمند کې طالب چارواکي وايي، ددغه ولايت په باباجي ولسوالۍ کې تيره ورځ د دوه ورونو ترمنځ د اوبو پر سر شخړه کې يو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ رياست مرستيال محمدقاسم رياض وايي، شخړه د دوه ورونو ولي جان او سيدمحمد ترمنځ د ځمکې خړوبولو پر وخت رامنځته شوې ده.
هغه وايي، ولي جان د سيد محمد د زامنو لخوا سخت وهل شوی چې وروسته يې په ايمرايجنسي روغتون کې ساه ورکړې ده.
دی زیاتوي، په قتل تورن کسان سيدمحمد او زامن يې د طالبانو لخوا نيول شوي او دامهال ترې څيړنې روانې دي.
افغانستان سږ کال د وچکالۍ له سختې څپې سره مخ دی او خلک د اوبو د نشتون له امله له بېلابېلو ستونزه سره مخ دي او کله ناکله د اوبو پر سرد عامو وګړو ترمنځ لانجې پورته کېږي او یو بل سره وژني.
