ارزګان کې د ۵۶ روغتيايي مرکزونو سره د درملو مرسته وشوه

ارزګان کې تازه د موو«Move» په نوم يوې موسېسي ددغه ولايت ټولو ۵۶ روغتيايي مرکزونو ته درمل او طبي وسايل وویشل.

په ارزګان کې د «موو» موسېسې مسوول ډاکټر لعل محمد احمدزي نن (سه‌شنبه، ۶ د غویي) اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل چې مرستې د ۵۶ روغتیایي مرکزونو سره شوي، چې ۵۴ روغتونونو ته به ۲۶۰ قلمه او دوه نورو روغتیایي مرکزونو ته به ۳۴۴ قلمه طبي وسایل او درمل ورکړي.

دی وایي، د ۳۳ میلیونه افغانیو په ارزښت درملو مرسته شوې او هره ربعه کې به یادو روغتیایي مرکزونو ته ویشل کېږي.

ورته مهال ارزګان کې د عامي روغتيا رياست مسولين هم ددغه مرستو څخه هرکلی کوي او زياتوي چې يادې مرستې ددغه ولايت لپاره بسنه نه کوي او په کار ده چې نور مرستندويه ارګانونه هم مرستې ترسره کړي.

په ارزګان کې د طالبانو د عامې روغتیا رياست مرستيال مولوي فتح خان وايي، چې لاهم دارزګان په ګڼو روغتيايي مرکزونو کې د طبي وسايلو کمۍ دی او باید ددغه ولايت روغتيا برخې سره نړيوال مرستنديه ارګانونه مرستې  وکړي.

هغه وايي:«موږ ددغه مرستو هرکلی کوو موږ ته راپورونه راغلي، چې په روغتونو کې درمل او نور اړين طبي وسايل نشته موږ له ټولو مرستندويه ارګانونو غوښتنه کوو چې ارزګان کې په روغتيايي برخه کې خپلي مرستې زياتې کړي.»

تردي مخکي عامو خلکو څو،څو ځله له اطلاعات روز سره په خبرو کې شکايت کړي و، چې په روغتيايي مرکزونو کې د درملو کمي له وجې د دوی درملنه نه کېږي او مسوولين دې يادې برخې ته پاملرنه وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه