کندهار کې د رواني ناروغانو بد وضعیت؛ ۱۶ کلنه روبینه هم په پنجره کې ساتل کېږي

اطلاعات روز: کندهار ولایت کې يوې بلې کورنۍ هم خپله ۱۶ کلنه لور د عصبي ناروغۍ له  امله په پنجره کې بنده کړې په داسې حال کې چې معیوبه هم ده.

شپاړس کلنه روبينه نه یواځې دا چې په عصبي ناروغۍ اخته ده، بلکې خبرې هم نشي کولای او یو لاس او پښه یې فلج دي.

د هغې پلار خالقداد وايې چې روبينه هغه وخت په عصبي ناروغۍ اخته شوه کله چې د اتو مېاشتو وه.

دی وايي، کله چې يې لور په دې ناروغۍ اخته شوه نو له هغه وخت څخه تر اوسه يې هم پاکستان ته د درملنې لپاره بېولې او هم یې په داخل د افغانستان کې د هغې د روغېدو له پاره هڅې کړي.

د ‌نورو افغانانو په څېر د دې ناروغې پلار هم وايې، چې څو ځله یې روبينه پاکستان ته د درملنې لپاره بېولې خو پاکستاني درملو تر اوسه اغیزه نده کړی.

د خالقداد په خبره، «هر وخت چې روبينه په دې حالت کې وينم ډېر مې خوا بديږي، ځکه زما لور ده د هيچا زړه نه غواړي چې لور يې په دغسي حالت کې اوسي، موږ خپل د لور د تداوۍ له پاره ډېر کوښښ کړی خو هغه تراوسه لا نده روغه شوې، ملي سوداګر او موسېسات دې زموږ سره همکاري وکړي چې موږ خپل د لور تداوي له افغانستان څخه بهر وکړو.»

افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دی چې د لويانو تر څنګ ماشومان هم پکې صحي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.  

افغان ناروغان د درملنې لپاره تر ډېره پورې بهرنيو هيوادونو ته ځي تر څو هلته خپل درملنه په ښه توکه وکړي، خو د ویزې د ستونزې تر څنګه ډېر کله دغه افغان ناروغان د مالي امکانات له نه شتون سره هم مخامخ کېږي.

د‌‌ کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر جمال الدين عظيمی هم د دې ډول ناروغانو له پاره د درملنې د امکاناتو نه شتون تاييدوي او اويې، چې اوس د کندهار ولايت په سطحه داسي کوم مرکز شتون نه لري چې هلته د اعصابي ناروغانو درملنه ترسره شي.

هغه وويل، چې اوس وخت يوازې په مرکز کابل کې عصبي ناروغانو د درملنې او بستر خدمات موجود دې.

د‌ داکتر عظیمي په خبره، « په راتلونکي وخت کې به ان شاء الله موږ په کندهار کې هم د دغه ډول مريضانو له پاره يو پنځوس بستريز روغتون ولرو، هلته به د‌ عصبي ناروغيو مريضان ساتل کېږي، او  متخصصین به ورته وګومارل شي.»

دده په وینا، پخوا چې کوم موسېساتو په دې برخه کې فعاليت کوه ټول اوس تللی او پروژې يې بندې دې. تر دې وړاندې يوه بله کندهارۍ انجلۍ هم د عصبي ناروغۍ له کبله په قفس کې ساتل کېدله خو اوس د روغتيايي موسېسو تر څارنې لاندې ده او درملنه يې کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه