اطلاعات روز: کونړ ولایت کې یو مستري سلګونه یتیمانو ته د کوچني اختر لپاره جامې پیرلي دي.
په کونړ کې د موټرو یوه مستري په دغه ولایت کې شاوخوا (۴۰۰) یتیمو ماشومانو ته د راتلوونکي کوچني اختر په موخه جامو مرسته کړې ده.
د رحمت الله په نامه دغه ځوان د کونړ مرکز اسعداباد اړوند نواباد سیمه کې د موټرو جوړولو ورکشاپ لري.
نوموړي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دغه پېسې یې د تیر کال پرمهال د خپلې ورځنۍ مزدورۍ څخه په دې موخه سپما کړې وې، چې يتيمو ماشومانو ته يې پرې د را روان کوچني اختر لپاره جامې واخلي.
هغه وایي، پر یادو ۴۰۰ جوړو جامو یې شاوخوا ۱۱۰ زره افغانۍ لګښت راغلی.
رحمت الله زیاتوي: «له څو مياشتو راهيسې مې د خپلې کورنۍ لګښت کم کړی او پیسې مې سپمولې او اوس مې بې سرپرستو او يتيمو ماشومانو ته چې شمیر یې ۴۰۰ ماشومانو ته رسیږي د اختر لپاره جامې واخيستې او له نورو سرمایداره خلکو هم غوښتنه کوم چې په خپله سیمه کې دې دا ډول بیوزله او یتیمو ماشومانو ته د اختر کالي او نور اړین توکي واخلي، چې د دوی اختر له نورو سره برابر شی.»
نوموړی وایي، له یاد کار څخه موخه بې سرپرسته او یتیمو ماشومانو ته د عام ولس او په خاص ډول د سرمایداره خلکو پام اړول دي، څو یې د اختر او نورو ځانګړو ورځ کې لاسنیوی وکړي.
