جلال اباد ښار کې طالب ځواکونو یو ماشوم په ډزو وژلی دی

اطلاعات روز: د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې یوه کورنۍ ادعا کوي، چې تیره شپه یې طالب ځواکونو یو ماشوم په ډزو وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د انجینر صلاح الدین په نامه د یادې کورنۍ یو غړي نن (یک شنبه، ۴ د غویي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دا پېښه تېره شپه د جلال اباد ښار اومې ناحیې اړوند زېړانو سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې، چې د عادل په نامه یاد ماشوم، چې شاوخوا ۱۵ کاله عمر لري د شپې ناوخته له خپل دوکان څخه د کورنۍ دوه نورو غړو سره یو ځای خپل کور پر لور روان وو.

نوموړي زیاتوي وژل شوی ماشوم او دوه تنه نور په ریکشه کې سپاره و، چې د طالبانو په تلاشۍ یې د وسله والو غلو ګمان کړی د ویرې له کبله ورته نه دي درېدلي چې مقابل کې امنیتي منسوبینو له لوري پرې ډزې شوي، چې پرمهال یې  عادل وژل شوی او دوه تنه نور برسېرن ژوبل شوي.

نوموړي وایي، دغه موضوع يې پر خپل وخت له امنيتي ادارو سره شريکه کړې او هغوئ پدې برخه کې د قانون پلي کولو ډاډ ورکړى دى.

اخوا ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ امنيت امر ظاهر مبارزه اطلاعات روز ورځپاڼې ته یاده پېښه تائید کړه او ویې ویل، چې د وژل شوي کس کورنۍ امنیتي ځواکونه تورنوي، مګر سرتېري وایي چې یاد کس د وسله والو غلو په ډزو کې وژل شوی.ل

مبارز زیاتوي د یادې پېښې په تور یې څلور طالب سرتیري نیولي او د پېښې په اړه یې ترې څېړنې پيل کړې تر څو جوته شي چې اصلي کيسه څه ده.

یوه میاشت وړاندې د ختیځ زون کونړ ولایت کې هم طالبانو یو ځوان په دې بهانه وژلی و، چې ګوندې د دوی تالاشۍ ته نه و دریدلی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه