تر سهاره لوبې او ننداره؛ ارزګان ځوانان: د روژه ماتي وروسته لوبې او مېلې کوو

اطلاعات روز: په ارزګان ولایت سلګونه ځوانان تر روژه ماتي وروسته د ترینکوټ ښار لوبغالي کې راټولیږي او بیلابیلې لوبې او میلې کوي.

په ارزګان کې سلګونه هغه ځوانان چې د ورځې لخوا په کارونو بوخت وي، دشپې لخوا په یوه ورزشي سټوډيوم کې دتفریح او ساتيري لپاره راغوڼديږي اود روژي دغه شپې په خوشحالۍ ورزش کولو او نورو لوبو تيروي.

اروزګان کې د فوټبال فيدراسيون مشر میرزامحمد اميرزوی د اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل چې دوی د رمضان په نوم په ترينکوټ ښار کې شپنۍ د فوټبال سيالۍ پیل کړي، چې يوه مياشت به دوام وکړي.

اميرزوی وايي دوی دغه ډول سيالۍ د ځوانانو د يوالي او یو ځاي کيدو په موخه د تيرو پنځه کلونو راهیسي هرکال د روژې مبارکې مياشتي په شپو کې ترسره کوي چې ۳۰ ورځې دوام کوي.

ارزکان ترینکوټ کې د لوبو میدان چې لوبغاړي پکې فوټبال کوي

هغه وايي سږ کال يې هم د نورو کلونو په څير دغه لوبې په خپل شخصې لګښت پیل کړي، چې د غوره لوبغاړو تر ټاګل کیدو وروسته به دغه لوبغاړي د زون په سطحه لوبو کې ګډون وکړي.

نموړي په دې اړه د اطلاعات روز سره په خبرو کې زیاته کړه چې هر شپه د جان محمدخان محمدي لوبغالي ته هغه ځوانان راځي چې د ورځې لخوا د ژوند به نورو چارو بوخت وي.

د نوموړي په خبره تر روژه ماتي وروسته ډير شمير داسي کسان هم د خپل کورنۍ د غړو سره يو ځايی راځي چې خوراکي توکي هم ورسره وي.

دی وایي: «موږ هرکال دلته د رمضان جام په نوم د فوټبال لوبې ترسره کوو ددغو لوبو څخه زموږ موخه د ځوانان یو ځای والی اتقاق او اتحاد دی او غواړو چې له بیلابیلا  لوبډلو څخه غوره لوبغاړي وټاکو او بیا د زون په سطحه لوبې وکړي.»

د جان محمدخان محمدي دغه ورزشي سټوډيوم ته هر شپه سلګونه هغه ځوانان هم ورځي چې يواځې د لوبې ننداره کوي.

دوه تنه لوبغاړی فيدامحمد او سرداراغا اطلاعات روز ته وويل چې دوی د یادو لوبو ننداري ته راغلي او غواړی چې دلته ذهنونه ارام کړي.

دغه ځوانان وايي تفریح کولو لپاره هره شپه دلته راځي او ترسهاره پوري د لوبو ننداره کوي.

ارزګان ځوانان تر سهاره د لوبو ننداره کوي

فيدامحمد وایي: «زه دلته هره شپه تر روژه ماتي وروسته راځمه د وطن حالاتو زموږ فکرونه ګډ وډ کړي کله چې دلته د لوبو نندارې ته راشو لږ مو پام يو په بله شي.»

سرادر اغا بیا وایي: «زه خپله د چوري ولسوالۍ څخه دلته راغلی يم هره شپه راځمه د شپې تر يوې ياهم دوه بجو پوري دلته ددغو لوبو ننداره کوو بل داسې د تفریح کولو ځای نشته بس همدغه ځای ته ټول ځوانان راځي چای راوړي او د لوبو ننداره کوي.»

هغه لوبغاړي چې د ځوانانو د ساتيري لپاره په دغه ورزشي لوبغاړي کې لوبې کوي خوشاله دي او زياتوي چې ځوانان د ذهن ارامولو لپاره هره شپه دلته لوبې کوي.

ددغو لوبغاړو له ډلې څخه يو هم عصمت الله دی چې وايي ورزش د روغ صحت ضمانت کوي او باید ټول ځوانان د بیځايه وخت تيرولو پر ځای ورزش ته مخه کړي.

عصمت الله په دي اړه وويل: «موږ دلته لوبې د نندارچيانو د خوشاله ساتلو په موخه ترسره کوو ترڅنګ یې زموږ روغتیا ته هم ډیره ګټه کوي.»

ارزګان د افغانستان یو له وروسته پاتې ولایتونو څخه دی چې په دي ورستيو کې ورزش پکې وده کړي او د ځواناو شوق او علاقه د لوبو سره زیاته شوې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه