پکتیا کې یو افغان سوداګر د دوه میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت تفریحي پارک جوړوي

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت مرکز ګردېز اړوند په تېرې کوتل سیمه کې د یو افغان سوداګر محمد میرزا کټوازي له لوري د دوه میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د یو پارک د جوړېدو چارې پیل کړې.

د پکتیا لپاره د طالبانو ولایتي چارواکي وايي، دغه پارک چې په څه باندې ۱۰۰ جریبه ځمکه باندې جوړیږي، د سیلا‌نیانو لپاره به ټولې اسانتیاوې هم ولري.

په دې اړه د پکتیا لپاره د طالبانو والي محمد علي جان احمد وویل: «مونږ له ملي سوداګر ښاغلي کټوازي صیب څخه ډېره مننه کوو، چې دلته په پکتیا کې پانګونه کوي او پکتیا والو ته د دوی د ارام ژوند په موخه تفریحي پارک جوړوي.

د دې پارک لپاره ۱۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې، چې په کې به مسجید، حوضونه، سړکونه، د لوبو میدانونه او هم به د نورو اسانتیاوو ترڅنګ یو منار هم په کې جوړ شي.»

ملي سوداګر محمد میرزا کټوازي د پارک پرانیستو په مراسمو کې له نورو سوداګرو هم غوښتنه وکړه، چې له هیواد د پانګې ایستلو پر ځای په داخل د هیواد کې پانګونه وکړي.

هغه وايي: «له دې پارک څخه زموږ موخه او په دې ځای کې د دوه میلیونه امریکايي ډالرو مصرف دا دی، چې هم ولس ته د ارامه ژوند زمینه برابره شي او بل ترڅنګ به نور پانګوال هم وهڅیږي، چې په خپل هیواد کې پانګونه وکړي.»

د پکتیا اوسېدونکي په تېرې کوتل سیمه کې د تفریحي پارک جوړېدل ښه ګام بولي او وايي، چې یاد ځای د تفریح لپاره خورا مناسب دی.

د دغه ولایت د مرکز ګردېز اوسېدونکي سردار ولي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې دوی په ولایت کې د ساعتیري لپاره مناسب ځای نه لري.

سردار وايي: «مونږ دلته په پکتیا کې کوم تفریحي ځای نه لرو، چې هلته ورشو یا ځوانان په کې خپل پام غلط کړي، نو له کټوازي صیب څخه ډېره زیاته مننه کوو، چې په یو داسې مناسب ځای کې یې د پارک جوړولو لپاره پانګونه کوي.»

اوس مهال په پکتیا ولایت کې د ښاروالۍ ریاست له لوري دوه تفریحي پارکونه جوړ شوي، خو د امکاناتو کموالي له امله د سیلانیانو ورتګ خورا پیکه وي او ډېر کله ځوانان د ملي ورځو نماځلو لپاره ځاځي اریوب او سټوکنډو سیمو ته د تفریح لپاره ورځي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه