اطلاعات روز: تېره شپه د لوګر ولايت مرکز پل عالم اړوند «پادخواب» سيمه کې يوه مېرمن چې په مرموز ډول وژل شوې نن يې جسد موندل شوی.
يوې ځايي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي نن ( سه شنبه، ۳۰ د وري) اطلاعات روز ته وويل، چې د وژل شوې ښځې جسد د پل عالم اړوند پادخواب سيمه کې ځايي خلکو پيدا کړی.
هغه دا و نه ويل، چې نوموړې څه دنده درلوده او د چا له خوا وژل شوې ده.
و مو غوښتل په دې اړه د لوګر ولايت د طالبانو د امنيتي مسوولينو نظر هم له ځانه سره ولرو، خو له بار بار ټليفوني اړيکو وروسته بيا هم ونه توانیدو چې ځواب ترلاسه کړو.
د لوګر اوسېدونکي وروستيو هدفي وژنو اندېښمن کړي او د طالبانو له امنيتي ادارو د دا ډول نامالومو وژنو مخنيوي غوښتنه کوي.
