ارزګان کسب ګرې ښځې: لاسي صنایع یې څوک نه اخلي؛ طالبان دې ورته بازار پیدا کړي

لوی کندهار کې د اطلاعات روز خبریال

اطلاعات روز: ارزګان ولایت کې کسب ګرې ښځې وایي، د پخواني حکومت تر ړنګیدو وروسته یې کارونه په ټپه ولاړ دي، په لاس جوړ کړي توکي یې څوک نه اخلي، طالبان دې ورته بازار پیدا کړي.

رازیه چې پخوا یې د خپلو دوه لورګانو سره په ګډه ارزکان مرکز ترینکوټ کې د لاسي صنایعو کار کوه او دخپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې یې پوره کولې وایي، تر سیاسي بدلون وروسته یې کارونه په ټپه دریدلي او د خپل لاس تولید شوي صنایع یې پر کور پاتې دي.

هغه وايي په تيرو وختونو کې به يې له همدي لارې روزې ګټله خو، اوس کار نشته او له اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

دې وويل:« زه او زما لورګانو به په تيرو وختونو کې دغه لاسي غاړې او ګنډونه جوړول بیا به مو په ښار کې پلورل خوکله چې سياسي بدلون راغلی دی زموږ دغه لاسي توليد ټول پر کور پاتې دي، د خلکو اقتصاد کمزوری دی موږ هم ويره لرو، ښار ته نه ځو د طالبانو غوښتنه کوو چې زموږ سره دی د کار په پیداکولو او نورو برخو کې مرسته وکړي.»

دا يوازي رازيه نه ده چې د خپل لاس توليد شوي توکي يې بازار نه لري، د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې يو شمير نورې ميرمنې هم له ورته ستونزو سره مخ دي.

کسب ګرې میرمنې راټولې شوي او د کار غوښتنه کوي

شاه فرو او مريم بي بي دوې نورې ميرمنې دي چې د طالبانو له حکومت څخه کاري فرصتونو د پیداکيدو غوښتنه کوي.

هغه وايي:« موږ په کور کې د سهار ماښام ډوډۍ نه لرو څه وکړو که موږ ته کار پیداشي  موږ د هيچا مرستې ته اړتيا نه لرو باید موږ ښځو ته دولت يو کار پیداکړي ترڅو موږ چاته لاس ونه نیسو.»

ورته مهال د ارزګان طالب مسوولین د میرمنو ستونزې مني او وایې، چې پدې لټه کې دي چې د دوی ستونزې هوارې کړي.

ارزګان ولايت د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ریس ملامحمد اصف وايي، د برګ په نوم  یوې موسېسې سره ږغیدلي دی او هغوئ يې هڅولي چې سوداګرو ښځو په لاسنيوي برخه کې مرسته وکړي.

نوموړی وايي دوی ددغه ډول ښځو ملاتړ کوي او د برګ په نوم دغه موسېسه به د نورو برخو ترڅنګ د ښځو سره د چرګانوفارمونو د شيدوغواګانو، کاليو او ماشومانو برخه کې مرسته وکړي.

د ارزګانۍ میرمنې په لاس جوړه شوې غاړه

اصف وويل:« موږ د ټول سوداګرو ښځو ملاتړ کوو والي د برګ په نوم یوي موسېسي سره په ليدنه کې دبي سرپرسته ښځو ستونزې شریکې کړي د برګ موسېسه چې په ۹ بېلابېلو برخو کې کار کوي د ښځو سره به هم د اقتصادي ستونزو حل کولو کې مرسته وکړي.»

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوهان وايي د طالبانو لخوا پر ښځو محدوديتونه ددې لامل شوې دي چې ډيرې ميرمني د طالبانو څخه د ويرې له امله په ښار کې د کار کولو څخه لاس واخلي.

يو تن د اقتصادي چارو کارپوه جليل جليلي په دې اړه د اطلاعات روز سره په خبرو کې د طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې ښځو ته د فقر کولو د اجازي پر ځای دې د زده کړو او کار کولو برخه کې اجازه ورکړي.

نوموړی وايي:« ډيرې هغه ميرمني چې پخوا به يې کار کوه د طالبانو د راتګ وروسته يې اوس کار کولو ته زړه نه ښه کوي طالبانو ته په کار ده چې دغه ښځې کار کولو ته وهڅوي ددي پر ځاي چې ښځې په ښار کې فقر وکړي تر هغه دا ښه ده چې ښځې زده کړې او کار وکړي.»

ارزګان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې کلتوري محدودیتونه پکې زیات دي او له همدې له امله زیاتره نجونې د زده کړو څخه بې برخې دي.

په ارزګان کې د تيرو جګړو له امله د ګڼو کورنيو سرپرستان وژل شوي دامهال يې ميرمني د خپلې کورنۍ سرپرستي کوي او له همدي لارې روزي په لاس راوړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه