اطلاعات روز: د لغمان ځایي مسوولین وایي، تېره ورځ یې یو انسان تښتوونکی هغه مهال ونیوه، چې غوښتل یې دوه ماشومان د مهتر لام بابا کمپ کې اختطاف کړي.
لغمان کې د طالبانو د والي ویاند صلاح الدین ذاهد نن (سې شنبه، ۳۰ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د عملیاتو پرمهال یو تن انسان تښتوونکی د مهترلام بابا کمپ کې نیولی دی.
نوموړی وایي، نیول شوي کس غوښتل چې په یاده سیمه کې دوه ماشومان اختطاف کړي، چې موخې ته له رسیدو وړاندې د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو.
د والي د ویاند د مالوماتو له مخې نیول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړی او د نورو څیړنو په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوی دی.
ختیځ کې د تښتونو پیښې داسې مهال زیاتې شوي چې څه موده وړاندې په ننګرهار ولایت کې هم د طالبانو له لوري یو شمیر انسان تښتوونکي نیول شوې وو.
