غزني کې وسله والو طالبانو بیا موټر بم چاودنه او بریدونه کړي

اطلاعات روز: د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، تېره شپه (سه شنبه، ۱۸ لیندۍ) په اندړو ولسوالي کې د ملي اردو پر یوه بېس موټر بم برید هدف ته له رسېدا مخکې ویشتل شوی، خو د ملي اردو درې سرتېري پکې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وايي، پېښه تېره شپه شاوخوا دولس بجې دې ولسوالي په ملا نوح بابا سیمه شوې ده.

جمعه زاده وویل له چاودېدونکو توکو یو بل ډک مازدا موټر، چې پر یوه بله اډه برید ته چمتو شوی و، نیول شوی، خو بریدګر یې تښتېدلی دی.

نوموړي زیاته کړه: «وسله والو مخالفانو غوښتل د دوه موټر بم بریدونو په مټ د ملي اردو پر اډو ځانمرګي بریدونه وکړي، یو هاموې ټانک اډې ته نارسیده پوځيانو ویشتلی.»

وحیدالله جمعه زاده وایي، وسله والو طالبانو تېره شپه د غزني د قره‌باغ ولسوالي پر ودانۍ هم بریدونه کړي، چې په خبره یې په متقابلو بریدونو کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ ټپیان دي.

جمعه زاده وویل، د درې طالب جنګیالیو مړي په سیمه کې پاتې شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په دې بریدونو کې د سیمه ییزو پولیسو یو سرتېری هم وژل شوی دی.

په غزني کې د ملي اردو ویاند علي محمد شکاري هم ویلي، چې ملا نوح بابا سیمه کې وسله والو طالبانو برید کړی، خو دا سیمه د قره باغ اړونده بولي.

نوموړی وايي، بریدګر هدف ته له رسېدا مخکې پېژندل شوی او ویشتل شوی دی.

د اندړو ولسوال حاجي محمد وايي، سیمې ته اوس هم د تګ راتګ لاره بنده ده او د لارې په اوږدو کې وسله والو طالبان د سړک پر غاړه ولاړ دي.

دی وايي، د لارې بندېدو له امله خلک له ستونزو سره مخ دي او د سپرلۍ ځینې موټر د عمومي لارې پر ځای په کلیو کې تګ، راتګ کوي.

دا په غزني کې په تېرو شاوخوا دوه اونیو کې پر ملي اردو درېیم موټر بم برید دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه