د پکتیا اوسیدونکي موټرو کې د لوړو کرایو څخه شکایت کوي

لویه پکتیا کې د اطلاعات روز خبریال

د هیواد په کچه که څه هم د تېلو په بیو کې د پام وړ کموالی راغلی، خو لاهم په ځینو  ولایتونو کې د خوراکي توکو او د موټرو کرایې په هماغه حالت پاتې دي.

د ځینو نورو ولایتونو تر څنګ په پکتیا کې هم خلک د سوارلۍ موټرو د کرایو له لوړو بیو شکایت کوي او وايي، چې تېل ارزانه شوي خو ټکسي چلونکي ورڅخه د پخوا په څېر کرایه اخلي.

د مرکز ګردېز اوسېدونکي نور جمال وايي، له ښاره د پکتیا ولایت بېلابېلو سیمو ته خلک په کرایه موټرو کې تګ راتګ کوي، خو د هغه په وینا کومه کرایه چې پخوا ترې اخیستل کېده اوس هم په هماغ نرخ ورڅخه پیسې اخیستل کیږي.

نوموړي په دې اړه اطلاعات روز ته وویل: « دلته مونږ چې په ښار کې د موټرو کرایې ګورو او هلته د تېلو نرخونه چې تر ۲۰ افغانیو راټیټ شوي، خو له سوارلۍ په هماغه نرخ کرایه اخیستل کیږي او هیڅ ټیټ والی په کې نه دی راغلی. مثلا؛ له ګردېز ښاره تر تېرې ښارګوټي پورې پخوا ۲۰ افغانۍ کرایه وه، خو اوس چې تېل راټیټ شوي لاهم هماغه شل افغانۍ ده.»

ګردیز ښاریان وایي کله چې تیل قمته شي کرایې لوړې او چې بیرته ارزانه شي کرایې هماغه شان وي

ګردېز ښاریان د طالبانو له مسوولینو غوښتنه کوي، چې په دې اړه جدي اقدامات تر سره کړي او د کرایو لوړو بیو مخنیوي لپاره په موټر چلوونکو فشار راوړي.

په دې اړه د مرکز ګردېز یو بل اوسېدونکي خان زمان وویل: « مونږ له طالبانو دا غوښتنه کوو، چې دغه د موټرو هډو مسوولینو او موټر چلوونکو باندې فشار راوړي، تر څو کرایه راټیټه کړي، ځکه خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.»

په همدې حال کې بیا د سوارلۍ یو تن موټر چلوونکي رحمت الله اطلاعات روز ته په دغه ولایت کې د کرایو نه ټیټوالي لامل د ښاروالۍ له لوري تېلو ته د منظمې نرخ نامې نه ټاکل او د سورلۍ کموالی بولي.

هغه وايي، ډېر کله د پنځو نفرو پر ځای ورسره دوه یا درې کسان پورته کیږي، چې د نوموړي په وینا د تېلو مصارف هم نه شي پوره کولی.

موټر چلوونکي وایي، د تیلو نرخ ټاکلی ندی نو دوی نشي کولی د کرایو بیې مشخصی کړي

رحمت الله وویل: « دلته دوه ستونزې دي، چې مونږ کرایاوې نه شو راټیتولی. یو خو مونږ پوره سورلۍ نه لرو او بل تر اوسه ښاروالۍ هم د تېلو پمپونو لپاره داسې نرخ نامه نه دی وړاندې کړي، چې مونږ ورڅخه په ټاکلي نرخ تېل واخلو.»

د پکتیا ولایتي چارواکي د ګردیز ښاریانو ستونزه مني، په موټر چلوونکو نیوکه کوي او وايي، چې د حل لپاره یې په منظم پلان کار پیل کړی دی.

پکتیا کې د طالبانو والي محمد علي جان احمد وايي، له ښاروالۍ او ترانسپورت ریاست سره په ګډه په دې کار کوي، چې د تېلو په بیو او کرایو کې ټیټوالی راشي.

پکتیا والي وایي، د تیلو او کرایو لوړ قیمتونو په اړه خبر دی او ژر به اقدام وکړي

هغه وویل: « زمونږ د ټولنې زیات وګړي تل د مظلومو خلکو له ستونزو ناوړه استفاده کوي، مثلا پخوا چې تېل جګ شول، نو دوی ورسره کرایه هم دوه چنده کړه او اوس چې تېل ارزانه شوي ولې کرایې هماغه حالت کې پاتې دي. مونږ پلان ورته لرو، تر څو وکولی شو، چې کرایې ورسره راټیټې شي.»

څه موده وړاندې د ګردېز ښاروالۍ له لوري د خوراکي توکو ترڅنګ د تېلو پمپونو ته هم ځانګړې نرخ نامې ورکړې، خو د خلکو په وینا چې د نه تعقیب له امله پرې عمل نه دی شوی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه